|
د مشرانو جرگې ته به له ولايتي جرگو کسان ورځي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغنستان د وزيرانو شورا له خوا په تصويب شوي يوۀ فرمان کې لارښوونه شوې ده چې د ولسواليود شوراگانو تر ټاکنو پورې د مشرانو جرگې يو ه دريمه برخه غړي دي . په موقت ډول د ولايتي شورا له غړو څخه وټا کل شي . د افغانستان د اساسي قانون له مخې د مشرانو جرگې د غړو يوه دريمه برخه غړي د ولايتي شوراگانو له غړو ، يوه دريمه برخه يې د ولسواليو د شوراگانو له غړو او پاتې يوه دريمه برخه يې ولسمشر انتصابوي . د يو شمير ولسواليو د پولو د ناڅرگندتځا له کبله ، د ولسواليو د شورا گانو ټاکنې د اوس لپاره ځنډيدلي دي چې د نوموړي فرمان تر مخه به په موقت ډول په مشرانو جرگې کې د ولسواليو برخه ، د ولايتي شورا گانو له استازو غوره شي . له همدې ځايه د وږي د مياشتې په ١٨ نېټې د ولسي جرگې او ولايتي جرگو د استازو لپاره ټاکنې وشوې چې لومړنۍ پايلي يې په ډاگه شوې او د ټاکنو د سبمالونکي خو په افغانستان کې د ټاکنو د قانون تر مخه ، د مشرانو جرگه ١٠٢ غړي لري چې يوه درېمه برخه يې د ولايتې جرگو ، يوه دريمه برخه يې د ولسوواليو د جرگو له غړو او پاتې ېوه دريمه برخه يې د معلولينو او کو چيانو د دوه دوه تنو استازو په گډون د ولسمشر له خوا د پو هو او د تجربه لرونکو کسانو څخه انتصابيږې چې نيمايې به يې ښځې وي . خو له کومه ځايه چې په هيواد کې د يو شمېر ولسواليو د پولو د نه څر گندتيا او امنيتي او لوژستيکي ستونزو له کبله ، د اوس لپاره د ولسواليو ټاکنې ځنډيدلي دي ، نو د مشرانو جرگې يوه دريمه برخه چې بايد د ولسواليو له استازو څخه رامنځته شوې واې ، دولسمشر ددغه فرمان تر مخه به، د ولايتې شورا له غړو څخه وټاکل شي . د فرمان له مخې به د ولايتې شورا گانو دغړو تر منځ ټاکنې کېږې او هغه تن چې په دغو ټاکنو کې دويم ځاى ونيسي ، د همدغه ولايت څخه به مشرانو جرگې ته د ولسوالۍ موقت استازي وي چې د عدلې وزارت د تقنين ريس سيد يوسف حليم وايي چې د ولاي تي شورا دکار دورې تر پاېه به د ملي شورا دغړې په توگه دنده ترسره کوي . په دې ډول ، په افغانستان کې د ولسي جرگې رامنځته راتگ پسې جوخت به ، مشرانو جرگه هم جوړه شي . له دغو دوه وو جرگه گيو څخه جوړه ، د هيواد ملي شورا ، د قوانينو د ارزونې او تصويب سربېره ، د حکو مت له کړنو څخه د پوښتنې او څارنې پراخ واکونه لري . | ورسره تړلي نور خبرونه ايا ښځې به په نوې ولسي جرگه کې د پام وړ ونډه ولري ؟ 25 اکتوبر, 2005 | خبرونه انتخاباتي درغلۍ څومره دي ؟23 اکتوبر, 2005 | خبرونه ٥٠ انتخاباتي کارکوونکي له کاره گوښه شول16 اکتوبر, 2005 | خبرونه د افغانستان د ١٧ ولايتونو د ټاکنو پايلې اعلان شوې15 اکتوبر, 2005 | خبرونه د اشرف رمضان د وژنې په تور دوه تنه نيول شوي 08 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ښځو د رايو ونډه په ټاکنو کې ټيټه ده05 اکتوبر, 2005 | خبرونه جهادي څېرې په رايو کې هماغسې وړاندې دي04 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ټاکنو چارواکي د اروپايي ټولنې اندېښنې جدي بولي01 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||