BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2005 ,01 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ټاکنو چارواکي د اروپايي ټولنې اندېښنې جدي بولي

پارلماني ټاکني
د رايو شميرل روان دي
په افغانستان کې د ټاکنو گډ دفتر د لومړي ځل لپاره د کوچيانو په گډون د دغه هيواد د ٣٤ ولايتونو د ولسي جرگې او ولاېتي شوراگانو د انتخاباتو لومړنۍ پايلې ډاگيزه کړېدي . په همدې ترڅ کې د کيميسون چارواکي وايي د رايې شميرنې په اړه د اروپايي څارونکو د اندېښنو په تړاو به له دغو څارونکو سره غونډه وکړي .

د ټاکنو د گډ دفتر په ځانگړې برېښنا پاڼه کې د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو د څه کم شپږ زرو کانديدانو د گټونکو رايو شميره گړۍ په گړۍ بدلون مومي . ظاهرا د پاڼې چلوونکي هڅه کوي چې د پايلو په تړاو دوى ته رسيدونکي اطلاعات له ځنډ پرته د اطلاع رسونې په سيستم کې ورگډ کړي . خو له دې سره سره په پاڼه کې د شمېرل شويو رايو ظاهرېدونکي سلنه له هغه څه نه چې د رايې شميرنې په ٣٢ مرکزونو کې يې په اړه معلومات ورکول کيږي وروسته بريښي .

د کيميسون چارواکي دا د دوو لاملونو پايله بولي: يو په لږ څه ځنډ مرکز ته د اطلاعاتو رسيدل او بل له سره د رسيدلو اطلاعاتو د سموالي ارزول او له باوري کولو وروسته د هغې خپرول . په هر حال په برېښنا پاڼه کې له راوتو لومړنيو پايلو بيا هم دا خبره ډاگيزه ده چې پخواني جهادي شخصيتونه ، ځايې قوماندانان او په تنظيمي ډلو پورې تړلي کانديدان د ازادو هغو په پرتله وړاندې دي .

د کابل په ولايت کې په سلو کې د څه کم ١٦ رايو په شميرلو بياهم د تېر په څېر د تفاهم د جبهې وتلى غړى حاجي محمد محقق تر ټولو مخکې دى . د پلان پخوانى وزير رمضان بشر دوست دويم او محمد يونس قانوني درېيم ځاى لري .په ښځينه کانديدانو کې هم د تېر په څېر د بي بي سي پخوانۍ خبرياله ملالۍ شينوارې لومړۍ ده . ورپسې فاطمه نظري او شکريه بارکزۍ دويم او درېيم ځاى لري .

په کندهار کې د سرحدونو د چارو پخوانى وزير محمد عارف نوزى لومړى ، د ملي متحدې جبهې مشر نورالحق علومي دويم او د ولسمشر کرزي ورور عبدالقيوم کرزى درېيم ځاى لري . په ښځو کې فريبا احمدي لومړۍ او شکيبا دويم ځاى لري .

په هرات کې په سړو کې قاضي نظر احمد او په ښځو کې فوزيه گيلاني مخکې ده . په ننگرهار کې په سړو کي حضرت علي او سيدهاشم اول او دويم او په ښځو کې صفيه صديقي لومړۍ ده .د خوست په ولايت کې د ډاکټر نجيب اله د وخت د کورنيو چارو وزير سيد محمد گلاب زوى په سړو او سايره شريف په ښځو کې مخکې ده .

په کاپيسا کې په سړو کې محمد اقبال ساپى او په ښځو کې طاهره مخکې ده . د پکتيا په ولايت کې په سړو کې له هماغه پيله بيا تر اوسه پاچاخان ځدراڼ او په ښځو کې شريفه زرمتۍ وړاندې ده . په نورستان کې فضل احمد مسلم او هوا علم نورستانۍ ، په نيمروز کې خداينظر او صالحه ،او په لوگر کې فضل الله مجددي او شکيلا هاشمي تر نورو مخکې دي .

په هلمند کې په سړو کې عبدالمتين او په ښځو کې نسيمه نيازي مخکې ده . په جوزجان کې هم د تېر په څير د جنرال دوستم وياند فيض اله ذکي په سړو او فهيمه سادات په ښځو کې مخکې ده . په کونړکې مطيع اله ساپى سرته راوتلى او په ښځو کې پرد ېسه ساپۍ د وتلې کانديدي په توگه خپل ځاى ساتلى دى . په کندز کې حاجي محمد امين په سړو او شکريه پيکان په ښځو کې وړاندې ده . په لغمان کې عصمت اله او زيفون ساپۍ .

په باميانو کې محمد اکبري او سهيلا شفق ، په فارياب کې سردار محمد رحمن او فوزيه رووفي ، په غور کې عبدالقادر امامي غوري او سيما جوينده ،په دايکندي کې صادقي زاده او شيرين محسني ، په غزني کې نياز محمد اميري او زاهره احمد يار ، په فراه کې محمد نعيم فراهي او ملالۍ جويا ، په سرپل کي محمد حسين فهيمي او حميرا گلشني .

په ارزگان کې عبدالخالق او فاطمه نعيمي ،په وردگو کې عبد الرضا رضايي او صديقه مبارز ، په بلخ کې علم خان ازاد او صيفوره نيازي، په بادغيس کې محمد يعقوب او ازيتا رفعت تر نورو مخکې دي . په زابل کې بياپه سړو کې د طالبانو د مهال يو وتلې قوماندان عبدالسلام راکټي او په ښځو کې زرمينه پټان مخکې دي . په تخار کې محمد عالم ساحي او حبيبه دانش ، په سمنگانو کې احمد خان او دلبر نظري ، په پروان کې محمد الماس او سامعه عزيزي ، په پنجشير کې صالح محمد ريگستاني او راحله او په پکتيکا کې خالد روفي او ناجيه سعيد تر نورو وړاندې دي .

له بل لوري د رايې شميرنې د سموالي په اړه نيوه کې او اندېښنې هم په خپل حال پاتې دي . په دې کې تر ټولو وروستۍ اندېښنه د اروپايي ټولنې د کتونکو له لورې ښودل شوې . که څه هم چې دغو کتونکو په رايه شميرنه کې د سرغړونو کچه ډيره پراخه نده بللې خو له دې سره سره يې په چارواکو غږ کړى چې په شکايتونو په سمه توگه غور وکړي . د کميسيون وياند سلطان احمد بهين د همدغو انديښنو په اړه بي بي سي ته وويل چې کميسيون همدا نن له دغو څارونکو سره غونډه لري اوددوى تر مينځ د خبرو پايلې به د ورځې په وروستو کې ډاگېزه شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت