BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:43 گرينويچ 2005 ,23 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انتخاباتي درغلۍ څومره دي ؟
ريچرد اټوډ
ريچرد اټوډ پدې باور دى چې انتخاباتي درغلى دډيرې انديښنې وړندي

کميسيون وايي انتخاباتي درغلۍ دومره ندي چې پرټولو نتيجوباندې اغيزوکړيد

د کوچېانو په گډون په افغانستان کې د ټولو څلور دېرشو ولاېتونو د ولسي جرگې او ولاېتي شوراگانو د ټاکنو لومړنى پاېلې رابرسېره شوي.

د ټاکنو د سمبالوونکي گډ دفتر د عملېاتي څانگې مشر رېچارد اټو ډ ووېل ، هڅه کېږي چې په څو راتلونکو ورځو کې د دغو ټاکنو وروستۍ پاېلې هم اعلان شي .

د ښاغلي اټو ډ په وېنا ، د او ه ولاېتونو : فراه ، نېمروز ، کاپيسا ، پروان ، بامېان ، سمنگان او پنجشېر ولاېتونو د ټاکنو پاېلې وروستۍ شوېدي .

خو له دې سره چې د ټاکنو نتېجې، خپلو وروستېو پاېلو ته نژدې کېږي ېو شمېر هغه کاندېدان چې په ټاکنو کې ځانونه پاتې گوري ، د افغانستان په بېلابېلو ولاېتونو کې دمظا هرو په لاره اچولو سره ، په راېې شمېرنو کې د درغلېو د ادعاوو له کبله ، له سره د راېو شمېرنو غوښتنه کوي .

ښاغلى اټوډ دامني چې په ټاکنو او راېې شمېرنو کې ېو لړ سرغړونې او درغلى شوېدي ، خو واېې دغه

درغلى دومره ندي چې د ټاکنو پر ټولو نتيجوباندې اغيز وکړي
ريچرد اټوډ
درغلى دومره ندي چې په ټوله کې د ټاکنو پر پاېلو اغېز وکړي .

خو پداسې حال کې چې ښاغلى اټوډ واېي چې ډېرو دغو کانديدانو د درغلېو د ادعا شوېو تورونو په اړه کره سندونه وړاندي کړې ندي ، پر هغوي غږ کوي چې لاهم وخت لري چې خپل شکاېتونه د شکاېتونو د ارزونې کمېسون ته وړاندي کړي .

دغه کمېسون به د پنځو ورځو دننه ، د کاندېدانو په اړه شکاېتونه وارزوي او کمېسېون واک لري چې که پر کوم کاندېد ددرغليو او ېا ناقانونه وسله والو ملېشو سره د تړاو تور رښتيا شي، د کاندېدى واک تر ې واخلي .

د ښاغلي اټوډ په وېنا د شکاېتونو د کمېسېون له تائېده وروسته به ، په څو راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د ولسي جرگې او ولاېتي شوراگانو وروستۍ پاېلې اعلان شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت