|
جهادي څېرې په رايو کې هماغسې وړاندې دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دي منځ کې تر دا مهاله له ټولو زياتې رايې د ولسمشرۍ دټاکنو د مهال يوه کانديد حاجي محمد محقق گټلي دي . دى د کابل له ولايت نه ولسي جرگې ته کانديد دى او د گټلو رايو شميره يې ٣٤٠٠٠ ته ختلې ده .د وړو رايو د شميري له اړخه د سمنگانو په ولايت کې د احمد خان په نامه د جنرال دوستم يو پلوي قوماندان دويم او د باميانو په ولايت کې د محمد اکبري په نامه يو ه جهادي مشر درېيم ځاى خپل کړيدى . په کابل کې له ښاغلي محقق وروسته يونس قانوني دويم او د پلان پخوانى وزير رمضان بشر دوست درېيم ځاى لري . په پکتيا کې پاچا خان ځدراڼ يو گام شاته راغلى او لومړى ځاې يې محمد داود ځاځي ته پريښى دى . په پکتيکا کې پير سيداحمد گيلاني اول او پير سيدحامد گيلاني درېيم ځاى لري . د دوى تر منځه دويم ځاى خالد فاروقي نيولى دى . په پنجشير کې چې يو نارينه کانديد لري عبدالنصير ضيايي رامخې ته شوى او صالح محمد ريگستاني يې شاته کړيدى . په فراه کې چې رايې يې په سلو کې سل شميرل شوي نعيم فراهي خپل لومړى ځاى خوندي کړى او ملالۍ جويا له درېيم نه دويم ځاى ته راغلې ده .په فارياب کې د بريښنا پخوانى وزير محمد شاکر کارگر په سملاسي توگه د لست سر ته راختلى او لومړى ځاې يې نيولى دى .په غزني کې د وحدت د پخواني گوند وتلى ځايي قوماندان علي اکبر قاسمي مخې ته شويدى . په بغلان کې د اسماعليه فرقې يو مشر سيد منصور نادري تر ټولو وړاندې دى . په بدخشان کې د جمعيت د تنظيم مشر برهان ا لدين رباني اول دى . ها خوا په زابل کې د طالبانو د مهال يو وتلى قوماندان ملا عبد السلام راکټي اول او د همدغه ولايت پخوانى والي حميداله توخى دويم ځاى لري . په ننگرهار کې سيمه ييز قوماندان حضرت علي او په کونړ کې يو جهادي شخصيت مولوي شهزاده تر نورو مخې ته دى . په لغمان کې مولوي سيدالرحمن مخې ته شوى او قوماندان عصمت اله دويم ځاى ته راښکته شويدى . دغه راز په ولسي جرگه کې د نورستان د يوې څوکۍ د گټلو په سيالۍ کې دا مهال حاجي داد محمد تر نورو مخکې دى . خو په همدې ترڅ کې کندهار او خوست يوازيني ولايتونه دي چې د ډاکټر نجيب اله د واکمنۍ د مهال دوه وتلي چارواکې پکې تر نورو وړاندې دي . په خوست کې د وخت د کورنيو چارو وزير سيد محمد گلاب زوى او په کندهار کې د وخت د سوېل لويديځ زون مشر نورالحق علومي تر نورو وړاندې دي . البته دا پايلې لا اوس هم وروستۍ ندي او د رايو له شميرل کيدو سره سم پکې وار په وار بدلون راځي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||