BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:35 گرينويچ 2005 ,28 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په سلو کې څه له پاسه ٥٠ رايې وشمېرل شوې

په هرات کې په سلو کې ١٩ او په کابل کې په سلو کې ايله ٢١ رايې شميرل شوېدي
په افغانستان کې د ټاکنو د گډ دفتر چارواکو اعلان کړى چې دولسي جرگې او ولايتي شوراگانو د ټاکنو لومړنۍ پايلې به له مهال ويش سره سم دتلى په دولسمه چې د اکتوبر له څلورمې سره سمون لري، ډاگيزه شي.

تر دې مهاله داسې شکونه وو چې ښايې د ورووالي له کبله د رايې شميرنې بهير وغزيږې ، خو اوس د يوې اونۍ له تيريدو وروسته راوتلې شميري ښيې چې په ټولو ٣٢ مرکزونو کې رايه شميرنه په ښه توگه پر مخ درومي او په ټوله کې په سلوکې تر ٥٠ زياتې رايې شميرل شويدي .

له دې سره سره دغه بهير د کابل او هرات په څير ولايتونو کې چې د اچول شويو رايو شميره يې لوړه ده ، له مهال ويش نه وروسته پاتې دى .په هرات کې په سلو کې ١٩ او په کابل کې په سلو کې ايله ٢١ رايې شميرل شوېدي . خو د کميسيون اجراييوي مشر پيتر اربن وايي دوى اوس په ډغه ډول مرکزونو کې د خوځښت د رامينځ ته کيدو په موخه د اضافي کاروکونکو د گومارلو تکل کړيدى. دى وايي:

((موږ د شميرنې د بهير په نيمايې کي يو . په دى ډول منځنى انځور ښيې چې کارونه له مهال ويش سره سم پر مخ درومي . له دې سره سره موږ دا منو چې په ځينو مرکزونو کې کار وروسته پاتې دى او د خوځښت د راوستو اړتيا پکې ډاگيزه ده .زموږ تکل دا دى چي په دغو مرکزونو کې اضافي کارکونکې وگومارو او دا ډول د رايو د شميرنې په تخنيکي ميتود يا کړنلاره کې بدلون راولو)).

ها خوا د انتخاباتو د دفتر په بريښنا پاڼه کې تر دا مهاله د اتلسو ولايتونو د شميرل شويو رايو لومړنۍ پايلې هم راوتي او چارواکي وايې چې د پنجشنبې تر ورځې به د شميرل شويو رايو له مخې د ټولو ولايتونو لومړنۍ پايلې په دغه پاڼه کې واچول شي .

دغې پاڼې ته په کتو سره په ډاگه معلوميږي چې تر ډيره پخواني جهادي شخصيتونه او قوماندانان له نورو کانديدانو وړاندې دي .په کابل کې د ولسي جرگې په کانديدانو کې د تفاهم د جبهې په نامه د دولت د اپوزيسيون وتلى غړى او د لنډمهالې ادارې د پلان وزير محمد محقق تر ټولو وړاندې دى . دويم ځاى د همدغې جبهې د مشر يونس قانوني دې .

په کابل کې د ښځو په مينځ کې د بي بي سي پخوانۍ خبرياله ملالۍ شينوارى تر ټولو وړاندې ده
د پلان يو بل پخوانى وزير رمضان بشر دوست په درېيم ځاې ،د اتحاد اسلامي مشر عبدالرب رسول سياف په څلورم او د سوداگرۍ پخوانى وزير مصطفى کاظمي تر دا مهاله په پنځم ځاې کې دى .

ها خوا همدلته په کابل کې د ښځو په مينځ کې د بي بي سي پخوانۍ خبرياله ملالۍ شينوارى تر ټولو وړاندې ده او ورپسې فاطمه نظري او شکريه بارکزۍ دويم او درېيم ځاى لري . خو ننگرهار بيا يوازينى ولايت دى چې ښځينه کانديدې صفيې صديقي پکې يو وتلى ځايې قوماندان حضرت علي چې غښتلې مليشې يې درلودې، شاته کړى او د اوس لپاره د وتلو کانديدانو په سر کې ده .

د فراه په ولايت کې چې رايه شميرنه يې بشپړه شوى محمد نعيم فراهي تر ټولو لومړى دى او درېيم ځاى د ملالۍ جويا په نامه د هغې کانديدې دى چې د اساسي قانون د تصويب په لويه جرگه کې له مجاهدينو سره په يوه درنه لفظي شخړه کيوتې وه .

په خوست کې الحاج بسم اله اول او د ډاکټر نجيب اله د حکومت د کورنيو چارو وزير سيد محمد گلاب زوى دويم ځاى لري .

په کونړ کې مولوي شهزاده تر نورو مخکې دى چې دى هم يوه سيمه ييزه جهادي څيره ده . په لغمان کې د عصمت اله محبت په نامه يو بل جهادي قوماندان چې تېر کال امريکاييانو بندي کړې وو او څو مياشتې وړاندې خوشې شو ، تر نورو مخکې دى .

په پکتيا کې پاچاخان ځدراڼ او په پروان کې عبدالظاهر سالنگي مخکې دي. دغه دواړه هم د مليشو قوماندانان تير شويدي . په بلخ کې ځايي سوداگر محمد يوسف غضنفر اول دى خو تر شا يې سيمه ييزو جهادي قوماندانانو يو په بل پسې ځايونه نيولې دي . او په جوزجان کې د عبدالرشيد دوستم وياند فيض اله ذکي له نورو مخکې دى .

که پايلې همداسې پر مخ ولاړې شي نو شک نشته چې په راتلونکي پارلمان کې به د پخوانيو جهادي قوماندانانو او نورو هغو کسانو تله چې ځانونه د دولت د اپوزيسيون په کتار کې شميري، تر نورو درنه وې او دا هغه څه دي چې د پريکړو په تړاو حکومت او پخپله ولسمشر کرزي ته سرخوږى جوړولى شي . داسې اټکلونه هم شته چې کېدې شي د اوسنۍ کابينې يو شمير وزيران د دغه ډول يوه پارلمان له زيات مخالفت سره مخامخ شي .

که څه هم چې په ټوله کې د رايې شمېرنې بهير تر دا مهاله د بې امنۍ د کومې لويې پيښې له رامېنځ ته کيدو پرته پر مخ درومي خو پر همدغه بهير د درغلۍ تورونه هم بې شماره دي . ډيره نيوکه په دې ده چې گواکې ځينو کانديدانو خپل کسان د رايې شميرنې په کارکوونکو کې ځاى کړي او پايلو ته په خپله گټه بدلون ورکوي . خو ښاغلې اربن دغه تورونه سم نه بولي :

((شک نشته چې په دې انتخاباتو کې ٥٠٠٠ کانديدان بايلونکي دي . د بايلونکو د شميرې همدغه ډيروالى په خورا پراخه کچه دتورونو د رامينځ ته کيدو لامل دى . خو موږ له خپل لوري په بشپړه توگه د پايلو په اړه ډاډه يو.هر څه تر کنټرول لاندې دي .څارونکي او د کانديدانو استازي پخپله هم کنټرول کوي .

که چيرې کوم شميرونکى د کوم کانديد په گټه درغلي وکړي نو دستي له کاره گوښه کيږې . دا کار له وړاندې عملي شوى او تر اوسه د رايې شميرنې څو تنه کارکونکي شړل شويدي .خو زه بيا هم وايم څومره چې موږ وروستيو پايلو ته نژدې کيږو هومره به د تورونو کچه نوره هم لوړيږي)) .

د ټاکنو د گډ دفتر چارواکو د رايې اچونې پر مهال په ځينو صندوقونو کې داحتمالي درغلۍ په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې خبر ورکړ چې په سلو کې نژدې پنځه صندقونه قرنطين شوي دي.دوى وايي دغه صندقونه به تر هغې نه شميرل کيږي چې په اړه يې پلټنې نه وي بشپړې شوې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت