|
په افغانستان کې د رايو يو شمير صندقونه قرنتين شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داچى ددرغليو او شکايتونو له کبله په دقيق ډول د رايو څومره صندقونه قرنتين شوي دى ، د ټاکنو د سمبالوونکې گډ دفتر چارواکې ، په دى اړه د جزئياتو له وړاندى کولو څخه ډډه وکړه . خود دغه کميسيون د اجرائيوى دفتر مشر پيتر اربن وويل چې يو شمير دغه صندقونه چې په اړه يي شکايتونه شته دى ، د کندهار په ولايت کى قرنتين شوي دى چې وايي له هراړخيزى څيړنى څخه وروسته به پريکړه کېږي چې ددغو صندقونو له رايو سره څه وشي . پيتر اربن همدارنگه وايې ، زموږ تگلاره داده چې هغه صندقونه چې ستونزې لرې ، قرنتين کېږى . په همدى لړ کى دکندهار ولايت درايو يو شمير صندقونه ، قرنتين شويدى چې په اړه يي څيړنى او ارزونى روانى دى . خو تر هغى چې څيړنى بشپړى نه شي ، نه غواړ م په دى اړه تر دى زيات څه ووايم . په همدي حال کى د کندهار ولايت يو شمير کانديدانو په خپلى يوى بلى ادعا کې ويلى چې د رايو په يو شمير صندقونو کى د يوه سړى په قلم د يو ه ځانگړي کانديد ، په گټه د رايي پاڼي په نښه شوي دى . د ټاکنو د گډ کميسيون د اجرائيوى دفتر مشر دا منى چې ټاکنو کى يو لړ ستونزى وى ، خو پر کانديدانو او څارونکو باندى غږ کوى چې د کره معلوماتو په وړاندى کول سره ، د سرغړونکو په ځانگړى کولو سره ، له کميسون سره مرسته او همکارۍ وکړى . د کميسيون په وينا ، د رايو د شميرنى په مهال هم کېداى شي چې دهغو کانديدانو واک ترى واخيستل شي چې په ټاکنو کى د درغليو او له ناقانونه وسله واله مليشو سره د تړاو تورونه پر ى په زبات ورسيږى . بل لورته کميسون وايي چې د افغانستان ٢٩ ولايتونو کى د رايو شميرنو مرکزونو ته ، د رايو د پاڼى صندقونه رسيدلى دى ، خو وايي د غزنى ، دايکندى ، کونړ ، بدخشان او نورستان په ولايتونو کى به ټولى دغه توکې په راتلونکو دوه ورځو کى ورسيږى . خو له دى سره سره ، په ټولو دوه ديرشو مرکزونو کى د رايو شميرنى روانى دى چې د کميسيون په وينا لومړنى نتيجى به يي په څه باندى دوه اونيو او بشپړى پايلى به يي په يو ه مياشت کى په ډاگه شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||