 | | | د افغانستان په بيلا بيلا ولاېتونو په ٣٢ مرکزونو کې د راېو شمېرنې روانې دي | پداسي حال کې چې د پنځمې ورځې لپاره ، په افغانستان کې د ولسي جرگې او ولاېتي شورا گانو د ټاکنو شمېرنې راونې دي ، دکابل ، غزني او فارېاب په گډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې يو شمېر کانديدان او استازي يې د شمېرنې په بهير کې د لاسوهنو څخه شکايت کوي. مېرمن شکريه بارکزۍ له کابل څخه د ولسي جرگې کانديده ، د ځېنو نورو کانديدانو په څېر ادعا کوي چې د رايو د شمېرنې بهېر ډېر روڼ ندى او په وينا يي داسې بېلگې يې لېدلي چى دهغې د رايې پاڼي د نورو کاندېدانو په گټه شمېرلي شوېدي . خو د ټاکنو د سمبالوونکي کمېسون چارواکي دغه ادعاوې ردوي . ددغه کمېسون مشر بسم الله بسمل وايې دا مني چى د شمېرنې په بهېر کې ېو لړ تخنېکي ستونزې شته دي، خوپه شمېرنه کې ددرغلېو ټولې ادعاوي بې بنسټه بولي او وايې چى دغه شمېرنې د زرگونو کورنېو او بهرنېو څارونکو تر څارنې په پوره ځېر او روڼتوب سره پر مخ راونې دى . همدا اوس ، د افغانستان د بېلابېلو ولاېتونو په ٣٢ مرکزونو کې د راېو شمېرنې ر وانې دي .  |  په شمېرنه کې ددرغلېو ټولې ادعاوي بې بنسټه بولم.  بسم الله بسمل | په پام کى ده چى ددغو شمېرنو لومړنې نتېجې به په دوه اونېو او وروستي پاېلې به يې په ېوه مېاشت کې څرگندې شي .په افغانستان کې د ولسۍ جرگې او ولاېتي شوراگانو لپاره دغه ټاکنې ، د وږي په ٢٧ ترسره شوې ، لومړني راپورونه وايې چې له څه باندې ١٢ ميلونو کسانو څخه چې د راېو کارتونه يې تر لاسه کړي وو. شاوخوا ٦.٦ مېلېونه کسانو په ټاکنو کې گډون کړى چې ٥٣ په سلو کې په ټاکنو کې د خلکو گډون ښيې . |