|
ټاکنيز شکايتونه به وارزول شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ټاکنو د سمبالوونکې کمېسېون چارواکي واېې چى په سلو کى سل د افغانستان له درستو ولاېتونو څخه د راېو ټول صندقونه ، د راېې شمېرنې گردو دوه دېرشو مرکزونو ته رسېدلي دي چى تر اوسه پورې ، د شپږ مېلېونه ٨٠٠ ، د راېو له پاڼو څخه نونس په سلو کى ېې شمېرل شوېدي. د ارزگان ، زابل او فراه په ولاېتونو کى دغه شمېرنې پاى ته رسېدلي او اټکل کېږې چى په راتلونکو دوه اونېو کى ، په پاتي ولاېتونو کى هم بشپړي شي . خو د ټاکنو د سمبالوونکي کمېسېون د اجرائېوي دفتر مشر پېتر اربن واېې ، د ټاکنو ورستي پاېلې به هغه وخت اعلان شي چى د شکاېتونو دارزوني کمېسېون د گټونکو کاندېدانو د برېا لېتوب پخلي وکړ ې. دده په وېنا د شکاېتونو د ارزونې کمېسېون به پنځه ورځي وخت و لرى چى دکانددېدانو په اړه شکاېتونو وارزوي. ((کېداى شي چى له هغو کاندېدانو څخه د کاندېدې واک واخېستل شي چى په زبات ورسېږې چى د ټاکنو له قانون نه ېې سرغړونه کړې او له ناقانونه وسله والو ملېشو سره تړاو لرى . دغه کار به د هغو شکاېتونو د ارزونې له مخې ترسره شي چى د ځانگړو کسانو، ټولنو او سازمانونو له خوا د شکاېتونو د ارزونې کمېسون ته سپارل شوېدي ))
بل لورته د افغانستان په بېلابېلو ولاېتونو کى ېو شمېر کاندېدان شکاېت کوى چى گواکې د راېې شمېرنئ په بهېر کى درغلي کېږې . شېرجان مزدورېار د ارزگان له ولاېت څخه ولسۍ جرگې ته کاندېد ، ېو له دغو کسانو څخه دى چى واېې د ارزگان په ولاېت کى د نړېوالو څارونکو د نشتون له کبله ، په دغه ولاېت کى د شمېرنو پر پاېلو اندېښمن دى . خو ښاغلي اربن ، دغه ادعاوي سمي نه بولي او واېې د راېو شمېرنې ټول بهېر ، د نړېوالو څارونکو تر کلکې څارنې ، په پوره رونټوب مخې ځي. د نوموړي په وېنا ښاېې چى د شمېرنو د نتېجو په رابرسېره کېدو سره ، دغه نېوکې لا زېاتې شي ، ځکه واېې هغه کاندېدان چى پاتې راځي ، هڅه به کوى چى د ټاکنو پر بهېر په نېوکو سره ، په ېو ډول نه ېو ډول پر خپلي ماتې څادر وغوړوي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||