BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:36 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اشرف رمضان د وژنې په تور دوه تنه نيول شوي
د بلخ والي عطا محمد نور هم له خپل لورې ويلې چې د پاريدلو مظاهره کونکو د تسل په موخه يې د خپلو دغو دوو پلويانو له نيول کيدو سره موافقه کړيده
د نيول شوو کسانو يو تن قوماندان حبيب الرحمن نوميږي . ده ته د يوه پياوړي سيمه يز قوماندان په سترگه کتل کيږي او په تير کې يې له اوسني والي عطامحمد نور سره نږدې او تودې اړيکې درلودې . دوهم نيول شوى کس د خال باې په نامه يو نسبتا ورک نومى ځايي اوسيدونکى دى .

دواړه دغه کسان د مزار شريف د ښار د پنجشيريانو په کوڅه کې د خپلو کورونو دننه د اشرف رمضان د وژنې په تور نيول شوي . له کابل نه سيمې ته د ورغلي دولتي پلاوي مشر جنرال گل نبي خبريالانو ته ويلي چې ددغو دواړو شکمنو کسانو د نيول کيدو په مهال کومه شخړه نده پيښه شوې .

د کورنيو چارو له وزارت نه استول شوي دغه جنرال دا هم ويلي چې چې دوې لا د پلټنوپه پيل کې دي او په پريکنده توگه په وژنه کي د لاس درلودو په تړاوو په چا د گوتې ايښوده دجنرال په وينا له وخته وړاندې خبره ده .

ظاهرا داسې بريښي چې دغه نېونه د اشرف رمضان د پلويانو غوښتنو ته يو ډول ځواب وي . څو ورځې وړاندې هغوې لويې مظاهرې ويستلې وې او لارې يې هم بندې کړې وي . دا راز يې پر دولت غږ کړى وو چې که د اشرف رمضان وژونکي ونه نېسي .

دا چي دغه نيونې به تر کومه بريده د اشرف رمضان پاريدلي پلويان قانع کړي لا هم د وخته وړاندې خبره بريښي ، خو لږ تر لږه دا د داسې يوه حرکت نښه بلل کيږي چې گواکې دولت د دي وژني د ريښو د موندلو په تړاوو ديو څه د کولو تکل لري .

د بلخ والي عطا محمد نور هم له خپل لورې ويلې چې د پاريدلو مظاهره کونکو د تسل په موخه يې د خپلو دغو دوو پلويانو له نيول کيدو سره موافقه کړيده . نوموړي دا هم ويلي چې که نيول شوي کسان گرم وپيژندل شي او د اشرف رمضان وژنه پري ثابته شي نو دى به يې کله هم د قانون له منگولو نه د ژغورلو هڅه ونکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت