|
٥٠ انتخاباتي کارکوونکي له کاره گوښه شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ټاکنو د سمبالوونکي دفتر د عملياتي څانگې مشرر ېچارد ات وډ په ېو خبري کنفرانس کې په د ې اړه د څرگندونو په ترڅ کې داهم ووېل چې له ټولو کارول شوېو راېو څخه ددرغلېو له کبله درې په سلو کې له شمېرنې اېستل شوېدي . په افغانستان کې د ټاکنو د سمبالوونکي دفتر د عملېاتي څانگې مشر رېچارد اتوډ واېې چې د ټاکنو د کمېسېون دغه پنځوس تنه کارکوونکي د ټاکنو او راېې شمېرنو په ترڅ کې پرې ددرغلېو د تورنو له کبله ، له خپلو دندو گوښه شول. د ټاکنو سبمالوونکي دفتر دغه گام وروسته له هغه اوچت کړ چې ېو زېات شمېر کاندېدانو شکاېت وکړ چې د کمېسېون ېو شمېر کارکوونکو د ټاکنو پر ورځ او د راېې شمېرنې په ترڅ کې د ېو شمېر ځانگړو کاندېدانو په گټه کار کړى . پر دوي ادعا ده چې د ېو شمېر کاندېدانو راېې ېې کمې کړې او د بل کاندېد په حساب ېې ورزېاتې کړېدي . دغو کاندېدانو په ټاکنو او راېو شمېرنو کې ددرغلېو د ادعا له کبله ، غوښتنه کړېده چى راېې دې له سره وشمېرلي شي . ښاغلي ات وډ دا منې چې په ټاکنو او شمېرنو کې ېو لړ درغلۍ شويدي ، خو واېي دغه درغلۍدومره ندي چې د ټاکنو پر پاېلو اغېز وکړي او ټېنگار کوي چې د راېوله سره شمېرلو ته اړتېا نشته . دارنگه ، د ټاکنو د کمسېون په وېنا ، ددرغلېو له کبله ، د ټولو کارول شوېو راېو څخه ، درې په سلو کې ېې له شمېرنې اېستل شوېدي او د قرنتېن شوېو صندقونو ېوازې ېو ه سلمه ېې شمېرل شوېده . په همدې حال کې د افغانستان له ٣٤ ولاېتونو څخه ، د فراه او نېمروز ولاېتونو د ټاکنو پاېلې تصديق شويدي دي او د ١٧ ولاېتونو سربېره ، د نور و اوه ولاېتونو د ټاکنو لومړنۍ پاېلې په ډاگه کېدونکې دي . خو لاهم څر گنده نده چې د ټولو ولاېتونو لومړنۍ پاېلې به څه وخت په ډاگه کېږې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||