BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:21 گرينويچ 2005 ,15 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د ١٧ ولايتونو د ټاکنو پايلې اعلان شوې

د پايلو د ځنډ علت چارواکي د قرنطين شويو صندوقونو له امله گڼي .
په افغانستان کې د ټاکنو د گډ دفتر د پلان له مخه بايد چې تېره اونۍ په ټول هيواد کې د ولسي او د ولايتي جرگو پايلې اعلان شوې واى. خو لا تر اوسه پورې له ٣٤ ولايتونو څخه د ١٧ ولاياتو پايلې ډاگيزې شوي دي .

ددې ځنډ يو لامل په بيلا بيلو ولايتونو کې د کانديدانو شکايتونه ښوول کيږي . خو په کابل کې د ټاکنو د گډ دفتر وياند سلطان احمد بهين بي بي سي سره په خبرو کې ددغه ځنډ لامل د رايو قرنطين شوي بکسونه ښوولي او زياته کړې يې ده چې ددغو بکسونو په اړه پريکړې وخت ته اړتيا درلوده .

د ټاکنو د گډ دفتر وياند ويلي هيله کوي چې په را روانو څو ورځو کې به د پا تې نورو ولايتونو پايلې هم اعلان شي. له بل پلوه د رايو په شميرلو کې د درغليو په اړه د کانديدانو له خوا ورځ په ورځ شکايتونه زياتيږي .

 درغلي شوې خو دومره نه چې پايلې بدلې کړي .
ين ، د ټاکنو د گډ کميسيون وياند .

د دايکندي له ولايت څخه را تلونکي پارلمان ته کانديد داکټر عطا الله د رايو له شميرلو شکايت کوي او وايې د دوى په ولسوالۍ کې د رايو د شميرلو کارکونکي ان د قرنطين شوو بکسونو د رايو په حسابولو کې هم درغلي کوي .

همدا راز په هرات ، ننگرهار ، پکتيا او په پکتيکا کې هم په لوى شمير کې کانديدانو د رايو د شمېرنې له بهير نه شکايت کړى او له سره يې د هغو د گڼلو غوښتنه کړې ده .

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټاکنو د گډ دفتر وياند سلطان احمد بهين د رايو په شميرلو کې د درغليو په اړه شوې ادعاوې مني خو وايي دغه درغلي په هغه کچه نه دي چې د رايو پايلې واړوي .

نوموړى د رايو د له سره د شمېرلو غوښته رد کړې او وايي دغه کار شوني نه دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت