BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:31 گرينويچ 2005 ,04 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جهادي څېرې په رايو کې هماغسې وړاندې دي

 ټاکنې
تر اوسه د ازادو کانديدانو په پرتله په تنظيمونو او ډلو پورې تړلي کانديدان مخې ته دي
دټاکنو د گډ دفتر په بريښنا پاڼه کې د شميرل شويو رايو له پنځوسو د ورپورته سلنې ښودل شويو پايلو ته په کتو سره بيا هم د تير په څير په تنظيمونو او ډلو پورې د تړلو کسانو او قوماندانانو تله د ازادو هغو په پرتله خورا درنه بريښي.

په دي منځ کې تر دا مهاله له ټولو زياتې رايې د ولسمشرۍ دټاکنو د مهال يوه کانديد حاجي محمد محقق گټلي دي .

دى د کابل له ولايت نه ولسي جرگې ته کانديد دى او د گټلو رايو شميره يې ٣٤٠٠٠ ته ختلې ده .د وړو رايو د شميري له اړخه د سمنگانو په ولايت کې د احمد خان په نامه د جنرال دوستم يو پلوي قوماندان دويم او د باميانو په ولايت کې د محمد اکبري په نامه يو ه جهادي مشر درېيم ځاى خپل کړي دى .

په کابل کې له ښاغلي محقق وروسته يونس قانوني دويم او د پلان پخوانى وزير رمضان بشر دوست درېيم ځاى لري .

په پکتيا کې پاچا خان ځدراڼ يو گام شاته راغلى او لومړى ځاې يې محمد داود ځاځي ته پريښى دى .

په پکتيکا کې پير سيداحمد گيلاني اول او پير سيدحامد گيلاني درېيم ځاى لري . د دوى تر منځه دويم ځاى خالد فاروقي نيولى دى .

پارلمانې ټاکني
 په زابل کې د طالبانو د مهال يو وتلى قوماندان ملا عبد السلام راکټي اول او د همدغه ولايت پخوانى والي حميداله توخى دويم ځاى لري
په پنجشير کې چې يو نارينه کانديد لري عبدالنصير ضيايي رامخې ته شوى او صالح محمد ريگستاني يې شاته کړي دى .

په فراه کې چې رايې يې په سلو کې سل شميرل شوي نعيم فراهي خپل لومړى ځاى خوندي کړى او ملالۍ جويا له درېيم نه دويم ځاى ته راغلې ده .

په فارياب کې د بريښنا پخوانى وزير محمد شاکر کارگر په سملاسي توگه د لست سر ته راختلى او لومړى ځاې يې نيولى دى .

په غزني کې د وحدت د پخواني گوند وتلى ځايي قوماندان علي اکبر قاسمي مخې ته شوي دى .

په بغلان کې د اسماعليه فرقې يو مشر سيد منصور نادري تر ټولو وړاندې دى . په بدخشان کې د جمعيت د تنظيم مشر برهان ا لدين رباني اول دى .

ها خوا په زابل کې د طالبانو د مهال يو وتلى قوماندان ملا عبد السلام راکټي اول او د همدغه ولايت پخوانى والي حميداله توخى دويم ځاى لري .

په ننگرهار کې سيمه ييز قوماندان حضرت علي او په کونړ کې يو جهادي شخصيت مولوي شهزاده تر نورو مخې ته دى .

په لغمان کې مولوي سيدالرحمن مخې ته شوى او قوماندان عصمت اله دويم ځاى ته راښکته شوي دى .

دغه راز په ولسي جرگه کې د نورستان د يوې څوکۍ د گټلو په سيالۍ کې دا مهال حاجي داد محمد تر نورو مخکې دى .

خو په همدې ترڅ کې کندهار او خوست يوازيني ولايتونه دي چې د ډاکټر نجيب اله د واکمنۍ د مهال دوه وتلي چارواکې پکې تر نورو وړاندې دي .

په خوست کې د وخت د کورنيو چارو وزير سيد محمد گلاب زوى او په کندهار کې د وخت د سوېل لويديځ زون مشر نورالحق علومي تر نورو وړاندې دي .

البته دا پايلې لا اوس هم وروستۍ ندي او د رايو له شميرل کيدو سره سم پکې وار په وار بدلون راځي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت