|
ملالۍ جويا او پخواني مجاهدين بريالي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
خو نابشپړې پايلې ښيي چې ډير هغه قومندانان په ځانگړې توگه ښه روان دي چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل په کلونو کې يې شهرت وموند . د رپورټونو ترمخه په کابل کې دوه مخکښ کسان يو هزاره توکمى مشر محمد محقق او تاجيک توکمى يونس قانوني دى چې د حکومت مخالفو د يوۀ ايتلاف مشري کوي ، دوى دواړه تير کال د ولسمشر کرزي خلاف د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کانديدان وو . په شمال کې د بدخشان له ولايت څخه د ١٩٩٠ مو کلونو په ترڅ کې د مجاهدينو د ايتلافي ادارې ولسمشر برهان الدين رباني د رپورټونو ترمخه وړاندې دى . په سويلي ولايت خوست کې د نجيب الله د کمونست حکومت يو مخکينى وزير سيد محمد گلاب زوى ښه روان دى . پخواني مخکښه طالبان د رپورټونو ترمخه ډير بريالي نه دي . خو ملا عبدالسلام راکټي بيا ځليدلى دى . دۀ د راکټي لقب د توغنديو د ښه گوزار له امله ترلاسه کړى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||