 | | | تمه ده چې د ولسي جرگې پايلې به د اکتوبر په ٢٢ نېټه جوتې شي . | د افغانستان د ولسي جرگې د رايو د شميرنې چارې لا هم روانې دي . پرون د ورځ تر پايه پورې د کابل په ولايت کې په سلو کې ٦٥ رايې شميرل شوې وې . د انتخاباتو د گډ کميسيون د وېبپاڼې تر مخه په شميرل شويو رايو کې محمد محقق د څه باندې ٣٨ زره رايو په گټلو لومړى ، يونس قانوني د څه باندې ٢١ زرو رايو په گټلو دوهم او د پلان مخکينى وزير رمضان بشردوست تر ښاغلي قانوني سل رايې کمې ترلاسه کړي او دريم مقام لري . په کابل کې د بي بي سي پخوانۍ خبرياله ملالۍ شينوارې د څه کم درو زرو رايو په ترلاسه کولو په ښځو کې لومړۍ ده . په کندهار کې په سلو کې نژدې ٥٠ رايې شميرل شوي چې پکې د ولسمشر حامد کرزي ورور قيوم کرزى د څه باندې اتو زرو رايو په ترلاسه کولو تر ټولو وړاندې دى . نورالحق علومي دوهم او د سرحداتو پخوانى وزير عارف نورزى دريم مقام لري . د انتخاباتو د کميسيون د وېبپاڼې ترمخه په کندهار کې فريبا احمد کاکړ په ښځو کې لومړۍ ده . په ننگرهار کې په سلو کې ٥٥ رايې شميرل شوي په دغو رايو کې قومندان حضرت علي د څه باندې اتو زرو رايو په ترلاسه کولو وړاندې دى . دوهم مولوى عطاالله لودين دريم سيد هاشم فولاد او څلورم ميرمن صفيه صديقي ده . په هرات کې په سلو کې د ٥٣ رايو تر شميرنې وروسته قاضي نذير احمد په نژدې لس زرو رايو اول ، ميرمن فوزيه گيلاني دوهم او حاجي مولوي گل احمد دريم ځاى لري . په خوست کې په سلو کې ٥٥ رايې شميرل شوي دي دغلته د کورنيو چارو پخوانى وزير سيد محمد گلاب زوى لومړى او لياقت الله بابکرخيل دوهم دى په ښځو کې سايره شريف د خوست له ولايته وړاندې ده . د بلخ له ولايت څخه د انتخاباتو د کميسيون وېبپاڼه ښيي چې په سلو کې څه باندې ٥٧ رايې شميرل شوي دي . دغلته علم خان ازادي ، الحاج اسحق رهگذر تر نورو وړاندي دي د بلخ له ولايت څخه سيفوره نيازۍ د ښځو په کتار کې تر ټولو وړاندې ده . د يادونې وړ ده چې دا لا بشپړې پايلې نه دي . ويل شوي چې وروستۍ پايلې به د اکتوبر په ٢٢ نېټه وړاندې کيږي . |