BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:33 گرينويچ 2005 ,09 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلې بيا وځنډيدې

رايه ورکوونکې
په ميليونونو افغانانو دسپتمبر په ١٨ نېټه په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکړې وې .
په پام کې وه چې نن ( ١٨ لړم ٩ نومبر ) په افغانستان کې په يوه ځاى د ٣٤ ولايتونو د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو د انتخاباتو وروستۍ پايلې په رسمي ډول اعلان شي .

دانتخاباتو د گډ دفتر د چارواکو د مخکينيو څرگندونو خلاف ، د ٣٤ ولايتونو په ځاې د ٣٣ ولايتونو د پايلواعلان ا ظاهرا په يوه ځاې د ټول هيواد په کچه د انتخاباتو د رسمي پايلو په اعلان کې د يوه بل ځل لپاره د ځنډ د رامينځ ته کيدو معنى لري .

د اصولو له مخې دا تمه هم کيده چې د انتخاباتو د کميسيون مشر بسم اله بسمل به پخپله دغه پايلې اعلان کړي . خو پر ځاې يې د انتخاباتو د گډ دفتر اجراييوي مشر پيتر اربن د خبر يالانو په وړاندې راڅرگند شو .

په دې ترڅ کې کندهار هغه ٣٤ ولايت دى چې انتخاباتي پايلې يې لا نه دي وروستۍ شوې . ښاغلي اربن ددې لامل په کندهار کې په ځنډ سره د انتخاباتو د لومړنيو پايلو اعلان وښود چې له کبله يې دده په وينا په دغه ولايت کې لا هم په شکايتونو غور روان دى .

داسې اوازې هم شته چې گواکې په کندهار کې د يوۀ کانديد په نامه د يوه گټندويه کانديد د ټاکنيز اعتبار پر سر ناندرۍ روانې دي او گواکې همدا ددغه ولايت د پايلو په اعلان کې د رامينځ ته شوي ځنډ لامل دى .

خو ښاغلي اربن په همدې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ددغسې يوې انگيرنې د تايد يا رد په ځاې تر ډيره په دغه ولايت کې د شکايتونو د ارزولو د بهير د دوام پر اړتيا ټينگار وکړ .

ښاغلي اربن دا هم وويل ، په هغو ٣٣ ولايتونو کې چې پايلې يې وروستۍ شوي د پنجشنبې په ورځ د ولايتي شوراگانو پرانستونکې غونډې جوړيږي او د راروانې شنبې په ورځ به له کندهاره پرته د نورو ټولو ولايتونو شوراگانې د مشرانو جرگې ته يو يو دايمي او يو يو موقتي استازى ټاکي .

د مشرانو جرگې دغه موقتي استازي به د ولسواليو د شوراگانو د جوړيدو او له هغې لارې د مشرانو جرگې د پاتې ٣٤ دايمي استازو د ټاکل کيدو تر مهاله په پارلمان کې کار ته دوام ورکوي .

له اوس نه ٥١ ورځې وړاندې يعنې د وږي په ٢٧ په تر سره شوو دغو انتخاباتو کې شاوخوا ٦٠٠٠ کانديدان د ولسي جرگې ٢٤٩ څوکيو او د ولايتي شوراگانو د ٦٦٩ څوکيو د گټلو لپاره سېالۍ ته ولاړ وو .

د کانديدانو د شميرې همدغه ډير والي د ټاکنو پر بهير د نيوکو تله هم خورا درنه کړې او اوس ډير ماتې خوړلي کانديدان دا گڼي چې گواکې پر شکايتونو يې سم غور نه دى شوى . خو ښاغلى اربن دعوه کوي چې هم د انتخاباتو او هم د شکايتونو کميسيون ته په وررسيدلو نيوکو په هر اړخيزه توگه غور شوى او ان داچې دده په وينا دغو ارزونو پر وروستيو پايلو هم اغيز کړيدى :

(( هغوى چې په دغو ٣٣ ولايتونو کې يې د انتخاباتو پر بهير نيوکې درلودې ، نيوکې يې د شکايتونو د اوريدو په کميسيون کې ارزول شوي او په اړه يې غوڅې پريکړې شوي دي . د سارې په ډول د انتخاباتو له ورځې راپه دې خوا نهه تنه نور کانديدان هم بې اعتباره بلل شوي دي . په دې کې درې تنه داسې هم وو چې که بې اعتباره شوي نه واى نو د ولسي جرگې څوکۍ يې خپلولى شوې . دا ډول د دغو ارزونو له مخې د رايو په شميرو کې هم د پام وړ بدلون راغلى دى .))

د انتخاباتو د گډ دفتر چارواکي اوس د لړم/عقرب ٢٩ هغه نيټه بولي چې يو ځل بيا به پکې د ولايتي شوراگانو ، ولسي جرگې او مشرانو جرگې د انتخاباتو گډې پايلې په يوۀ ځايې اعلانيږي .

دا به په رسمي توگه د بن د تړون د پلي کيدو پاى او په دې توگه د انتخاباتو د گډ دفتر د فعاليت پاى وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت