|
پخواني پادشاه نوى پارلمان پرانيست | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان نوى پارلمان چې غړي يې د وږي يا سنبلې په مياشت کې ټاکل شوي او په دېرشو کلو کې لومړنى دى، نن ( د ليندۍ ٢٨ د دسمبر ١٩ ) په رسمي ډول پرانستل شو. ولسمشر حامد کرزي د هيواد د نوي پارلمان غړو ته ، د خپلې دندې لوړه ورکړه او وروسته يې په خپله وينا کې وويل (( دا د ديموکراسۍ په لور يو گام او د يووالي څرگندوى دى . )) دغه پرانيستونکې غونډه چې تر دوو ساعتونو پورې اوږده شوه د قران پاک په ايتونو پيل شوه او ورپسې د افغانستان پخواني پادشاه چې د ملت بابا نومول شوى لنډې خبرې وکړې . محمد ظاهر شاه چې په ١٩٧٣ کال کې يې تر يوې کودتا وروسته واک له لاسه ورکړى و وويل : (( نن خوښ يم چې د څو لسيزو تر جگړو وروسته د خپل هيواد په داسې يوې دستورې کې برخه اخلم چې د بيا رغاونې په لور گام دى . )) ٩١ کلن ظاهر شاه د چکچکو په بدرگه کې زياته کړه (( د افغانستان ولس به بريالى کيږي .)) ددغو مراسمو لپاره چې په کې د امريکا دمرستيال ولسمشر ډېک چيني په گډون بهرنيو لوړپوړومېلمنو هم گډون کړى و، کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه افغان پارلمان وروسته له ٣٠ کاله کار پيلوي18 دسمبر, 2005 | خبرونه د مشرانو جرگې ٣٤ انتصابي غړي اعلان شو10 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||