BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:43 گرينويچ 2006 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د خان عبدالولي خان د جنازې انځوريز رپورټ
سرخ پوشان
د سرخ پوشانو د غورځنگ گڼ شمير استازو د ولي خان په جنازه کې برخه واخيسته
د خدايي خدمتگارانو د مشر خان عبدالغفار خان زوى ، دعوامي نشنل گوند مشر او مشهور پښتون سياستوال خان ولي خان تر اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ .

عبدالولي خان نن ( جمعه د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ ) د چارسدې په ولي باغ کې خاورو ته وسپارل شو .
د ولي خان په جنازه کې په زرگونو کسانو برخه واخيسته چې د افغانستان يو پلاوى هم ورغلى و .

د دې پلاوي مشري د ولسمشر کرزي مرستيال کريم خليلي يې کوله . خپله ولسمشر حامد کرزي د ولي خان په مړينه خواشيني څرگنده کړې ده . خو په جنازې کې يې د گډون نشتوالى د هغۀ واردمخه پلان شوي سفر له امله ښودل شوى چې اروپايي هيوادونو ته يې پيل کړى دى .

د ولي خان د جنازې په مراسمو کې په زرگونو کسانو گډون وکړ ، په لوړو پوړو چارواکو کې د افغانستان مرستيال ولسمشر کريم خليلي هم و .

د ولي خان په مړينه په زرگونو ويرجن کسان د جنازې په ورځ حاضر وو .

د ولي خان زوى اسفنديار ولي د خپل پلار په پلۀ پل ايښى او د هغوى سياست پر مخ بيايي ، د ولي خان فاتحه دۀ ته کيده .

د ولي خان بل زوى سنگين ولي د پلار په جنازه کې د خپل نيکۀ د سرخ پوشانو د غورځنگ سره خولۍ په سر کړه .

د سرخ پوشانو له هغې ډلې چې د ارواښاد ولي خان د ځوانۍ له کلونو په دغه غورځنگ کې شامل وو ، د دوى په جنازې کې هم وليدل شول


ورسره تړلي نور خبرونه
ولي خان خاورو ته وسپارل شو
27 جنوري, 2006 | خبرونه
ولي خان د ٨٩ کالو په عمر ومړ
26 جنوري, 2006 | خبرونه
د ولي خان ژوند او سياست
26 جنوري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت