BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:46 گرينويچ 2006 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولي خان سياست او ژوند ته يوه کتنه

ولي خان
ولي خان په يوې وروستۍ مرکې کې ويلي وو چې د دۀ سترگو ډير څه ليدلي دي .
٨٩ کلن خان عبدالولى خان په پېښور کې د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ٦ د جنوري ٢٧ ) په حق ورسېد. نوموړى د سيمې په ناندريزو سياستوالانو کې تر ټولو ناندرېز وو چې له يو خوا د هند، روسىې او افغانستان د جاسوس تورونه ورباندې لګېدل نو له بلې خوا د مذهبي ګوندونو له خوا د کفر له فتواو سره مخامخ وو.

ولى خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاونو کې سياست کړى وو لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانګرس ګوند په ملګرتيا له نيمې وچې څخه د انګريز ښکېلاک له مېنځه وړل وو او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسته په هيواد کې د پښتنو او نورو قومونو د حقونو تر لاسه کول وو.

ولى خان په ١٣ کلنۍ يعنې په کال ١٩٣٠ کې هغه وخت په سياسي ډګر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انګريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو او نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انګريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته ويناوې پېل کړې.

نوموړى په ١٩٤٢ کال کې په لومړي ځل د انګريزانو له خوا بندي شو کله چې يې د کانګرس ګوند د " انګرېزانو هند څخه ووځئ " تر شعار لاندې د تحريک په لړ کې په احتجاج بوخت وو.

د پاکستان د جوړويدو وروسته په هيواد کې د قومونو د حقوقو، ډېموکراسي، د بې پرې بهرنۍ تګلارې پر ضد د سياسي هلو ځلو په ترڅ کې په وارې وارې زندان ته واچول شو ولي خان ډېر اصولي، پوه او خپلو سياسي اهدافو ته هوډمن سياستوال بلل کېدۀ. خپله ولي خان ادعا کوله چې د پاکستان واکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق د حکومتي چوکيو وړانديز ورته کړى وو خو په دې اساس يې دا وړاندېزونه رد کړل چې له پټې لارې څخه يې واک ته رسېدل نه غوښتل.

دى د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بندي شو او په ١٩٥٤ کال کې خوشي شو او له دې وروسته يې د بلوڅانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنګله دېش دى له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په ګډه نېشنل عوامي ګوند جوړ کړ چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوي انتخابات، بې پرې بهرنۍ تګلاره او په دين نه ولاړ دولت را مېنځته کول وو.

نوموړي په ١٩٧٠ کال کې د پاکستان په لومړۍ ټولټاکنو کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړى وټاکل شو او په قامي اسمبلۍ کې د ذوالفقار علي بټو د حکومت پر ضد يو پياوړى حزب مخالف مشر وو. نوموړي په ١٩٧١ کې د پاکستان د ماتېدو د مخنيوي لپاره پر ځانګړى توګه له لندن څخه د حکومت په خواست د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته ورسېد چې ازادى غوښتونکى شېخ مجيب الرحمن خبرو اترو ته سلا کړي خو بريالى نه شو.

 په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په ګوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولګول

د پاکستان د ماتېدو وروسته نوموړي په ١٩٧٣ کال کې د اساسي قانون په جوړولو کې د اندېښنو سربېره مهم رول ولوبولى.

ولي خان د خپل سياسي فکر له امله يو ناندرېزه سياسي شخصيت په دې هم وو چې ده د پاکستان جوړېدل د انګرېزانو کار باله چې دا رنګه پاکستان د سټرټيجيکه ارزښت له لارې په راتلونکى کې د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي همدا وجه وه چې د سړې جګړې په مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تګلارې سخت مخالفت کاوۀ او د افغانستان جهاد ته يې فساد ويلو ځکه د مذهبي ګوندو لخوا د کفر فتواى ورباندې لګېدې.

ده د افغانستان جګړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جګړه بلله چې قرباني يې افغانان ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفين به ده ته د پاکستان غدار ويل خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې ملتپالنې او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي.

په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په ګوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولګول او ده ته يې د هند، افغانستان او روسيې جاسوس و ويل. ده له خپلو ملګرو سره د حيدراباد زندان ته واچول شو.

په ده د غدارۍ توروو چې اخيرنۍ سزا يې د مرګ کېداى شوه خو په ١٩٧٧ کال کې د بټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو. نوموړي په خپل سياسي ژوند کې د " لر او بر يو افغان" خبره کوله خو پر ده ځينې سياسي ملګري تور لګوي چې په خپل دې سياسي هدف کې کاميابه نه شو. ولي خان د په افغانستان کې د کمونسټو رژيمونو ملاتړ کاوۀ او په پاکستان کې به يې د دې رژيمونو په ضد د حکومت او جهادي ډلود فعاليتونو پر ضد احتجاجي غونډې او لاريونونه کول.

ولي خان يو ډېر ښه او مدلل وينا وال وو چې خپلې خبرې به يې په پښتو متلونو او طنز و مزاح کې رانغښتې. ده ته د يو داسې لر ليد سياسيتوال په توګه کتل کېدل چې د راتلونکي په اړه زياتره وړاند وينې يې سمې ثابتېدې چې د ده مېرمن نسيم ولي خان په افغانستان کې د ظاهر شاه پر ضد په ١٩٧٣ کال کې د داود خان کودتاه د يوې بېلګې په توګه يادوي.

 د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له ګوښه کېدو وروسته ګوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي

دا وايي چې د کودتا سمدستى وروسته ولي خان خپل پلار باچا خان ته وويل چې داود خان نن د افغانستان د خاتمى ګام واخېست ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جګړه به په يو داسې بدلون واوړي چې حل به يې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وي د دې په وينا ولي خان باچا خان ته وويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى.

نسيم ولى خان وايي چې باچا خان ولي خان ته وويل چې تاسو دلته په پاکستان کې د تشدد خبره کوئ او زه خپله افغانستان ته ځم او بيا نه راځم. ولي خان ورته وويل چې بابا ځې خو ځې خو ياد ساته چې ته يو داسې هېواد ته روان يې چې هلته به دومره تشدد وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي.

د نسيم ولي خان په وينا نن هغه څه وشول چې ولي خان يې په ١٩٧٣ کې وړاند وينه کړې وه.

ولي خان په ١٩٩٠ کال کې هغه وخت سياست پرېښود کله چې يې د قامي اسمبلۍ چوکۍ په خپل مخالف مولانا حسن جان باندې وبايله او په دې دليل له سياست څخه تقاوعد شو چې ولس په ما باندې باور و نه کړ او زه نور ځان د دوى استازى نه شم بللى. د ولي خان د ګوښه کېدو وروسته که څه هم عوامي نېشنل ګوند دى خپل لارښود وګرځاوۀ خو په عملي ډګر کې له سياست څخه ګوښه پاتې شو.

د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له ګوښه کېدو وروسته ګوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي داسې اختلافات دي چې پر ډېرو هڅو سربېره بيا پخلاينې ته تيار نه شو او داسې فکر کېږي چې د ده له مرګه وروسته د ګوند په دوو برخو کې د وېشل کېدو امکانات زيات شوي دي.

ولي خان په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنګ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند او پاکستان د خپلواکه هېوادو په توګه را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل، سړه جګړه، د افغانستان اوږده جګړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترګو وليدل بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار وو ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل " څه به درته ووايم دې سترګو څه څه نه دي ليدلي؟

خو اوس دغه سترګې له ډېرو رازونو سره د همېش لپاره پټې شوي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
ولي خان د ٨٩ کالو په عمر ومړ
26 جنوري, 2006 | خبرونه
د ولي خان ژوند او سياست
26 جنوري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت