|
ولي خان د ٨٩ کالو په عمر ومړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د خدايي خدمتگارانو د مشر خان عبدالغفار خان زوى ، دعوامي نشنل گوند مشر او مشهور پښتون سياستوال خان ولي خان تر اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ . د نشنل گوند مشرتابۀ خبريالانو ته ويلي چې د ارواښاد ولي خان جنازه به د جمعې په ورځ ( ٧ سلواغې جنوري ٢٨ ) په پېښور کې کيږي او وروسته به د دوى له وصيت سره سم په چارسدې کې خاورو ته سپارل کيږي . د ولي خان پلار خان عبدالغفار خان له خپل وصيت سره سم په ننگرهار کې خاورو ته سپارل شوى و . د پېښور په زړۀ کې هغه پارک چې د ولي خان جنازه پکې کيدونکې ده د سرخ پوشانو په سرو بيرغونو او د ارواښاد په عکسونو سينگار شوى دى . دغه پارک د پاکستان تر جوړيدو وروسته د جناح پارک په نامۀ نومول شوى خو د عوامي نشنل گوند غړي يې لا تر اوسه په پخواني نامۀ کنيگم پارک يادوي . ولي خان له ١٨ کلنۍ سياسي ژوند پيل کړ . د پاکستان له جوړيدو راهيسته څو ځلي چارواکو زنداني کړ . په زندان کې دوى يو کتاب هم وليکۀ چې ( حقايق پټ دي ) نوميږي . د ولي خان ميرمن بيگم نسيم ولي خان او ىو زوى اسفنديار ولي هم په فعال سياست کې ونډه لري . دۀ دوه زامن او درې لوڼه لرلې . د سرحد ولايتي جرگې د ولي خان د مړيني په وياړ تر دوو ورځو خپلې ناستې ځنډولي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه سرحد ايالت : په بلوچستان بريدونه ختم کړئ24 دسمبر, 2005 | خبرونه مشرف : پوځي بودجه نه کموو16 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||