BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:48 گرينويچ 2005 ,24 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سرحد ايالت : په بلوچستان بريدونه ختم کړئ
سرحد جرگه
له هيلو خلاف د سرحد ايالتي جرگې د کالاباغ پر بند څه ونه ويل .
د پاکستان د شمال لويديځ سرحد ايالت ايالتي جرگې نن ( د مرغومي ٣ د دسمبر ٢٤ ) په خپله غونډه کې په يوه خولۀ له پاکستاني پوځه وغوښتل چې په بلوچستان کې پيل کړي پوځي عمليات ودروي .

د واکمن متحده مجلس عمل او عوامي نشنل گوند له لورې وړاندې شوى دغۀ وړانديز د ايالتي جرگې عادي چارې وځنډولې .

د عوامي نشنل گوند د ايالتي جرگې مشر بشير احمد بلور دغه وړاندې وکړ خو په په پيل کې د متحده مجلس عمل غړو په دې دليل چې واردمخه په دې باب څه نه وو ويل شوي اعتراض درلود .

بشير بلور د جرگې غړو ته په خپله وينا کې ورياد کړل چې په ١٩٧١ کال کې د پوځ له لورې پر بلوچستان باندې د بريدونو له امله مرحوم مفتي محمود استعفى ورکړې وه .

له څه ځنډ وروسته د ايالتي جرگې غړي سلا شول او په يوه خولۀ يې دغه وړانديز ومانۀ .

په وړانديز کې له پوځه غوښتل شوي دي چې سم لاسي له پوځي عملياتو لاس واخلي او هغه چارې دې بيا نه تکراريږي چې په ١٩٧١ کال کې شوې وې .

د يادونې وړ ده چې په اويايمو کلونو کې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د مخالفتونو د ځپلو لپاره بمبارۍ کړې وې .

د سرحد ايالت جرگې وويل پاکستان له هند او اسراييل سره خبرو ته که چمتو وي نو ولې له خپلو بلوڅانو سره خبرې نه شي کولى .

د مسلم ليگ نواز شريف څانگې او د پاکستان د خلکو د خلکو د شيرپاو څانگې غړو هم دا وړانديز ومانۀ . افتاب احمد خان شيرپاو اوس د پاکستان د کورنيو چارو وزير دى .

خو حيرانوونکې خبره دا وه چې د سرحد ايالت د کالاباغ پر لانچمن بند څه ونه ويل . خو بشير احمد بلور وروسته وويل چې د کالاباغ بند په باب دوى درې ځله پخوا خپل مخالفتونه ښکاره کړي دي او داسې ويره ده چې د درو ايالتونو د جرگو له اختلافونو سره به هم يو کس له خپل هوډه لاس نه اخلي .

خبريالان د ښاغلي بلور اشاره ولسمشر پرويز مشرف ته يادوي چې په دې وروستيو کې د کالاباغ د بند جوړولو ته په کلکه ژمن ښکاري .

ورسره تړلي نور خبرونه
بلوڅان څه غواړي؟
21 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت