|
بلوڅ مشرتابۀ ته هم د پړې گوته نيوله کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په بلوجستان کې د بلوڅو مشري درې بلوڅ مشران نواب اکبر بگټي، سردار عطاالله مينگل او نواب خير بخش مري کوي . دوى ملت پاله نوابان او سردارن دي. په سياسي ډول هم دغه درې واړه مشران دى چې د پاکستان له جوړيدو راهيسې د بلوچستان په سياست برلاسه دي اوس د دوى زامن د نوې نسل په توگه د دوى سياسي مراث پرمخ وړي. دوى فکر کوي چې د بلوچستان طبيعې زيرمې مرکزې حکومت خوري او ايالت ته ونډه نه ورکوي. په دې خبره کې تر ډيره ځايه حقيقت شته. خود بلوچستان د وروسته پاتې والې ټوله پړه پر مرکزې حکومت نشي اچول کيدلى . تقيد کوونکي فکر کوي چې د بلوڅو ملت پالو سياستوالو په فکر او عمل کې ډير تضاد دى. دوى چې هر ځل واک په لاس کې اخيستى ، نو يې د خپل قبايلې او سياسي اغيز او کورنيو گټود پراخولو لپاره کارولى دى. ان په خپلو سيمو کې يې ښوونځې نه دې پرانيستې او نه يې پراانستلو ته پريښې دي. او د دې پړه يې هم په مرکزې حکومت اچولې ده. په بلوچستان کې ډير خلک له دوى سره هم نظره نه دي چې د بلوچستان سياسي مشري وکړي. د مثال په ډول د مکران په سيمه کې د بلوڅو د منځنۍ طبقې مشري ډاکټرعبدالحي بلوڅ کوي چې يو عادي وگړى دى. او هيڅکله قبايلې سردار يا نواب نه و. که څه هم دى له مرکزي دولت څخه د نورو بلوڅو مشرانو په څير ورته گيلې لري خو د درو واړو بلوڅو سردارانو د مشرۍ پر وړتيا هم شک لري. دوى د بلوچستان ريښتونې استازي نه گڼي. ډير کتوونکي فکر کوي چې مرکزي حکومت په بلوچستان کې ډير اغيز نه لري. او هغو کسانو ته امنيت نشي ورکوى چې د بلوڅو سردارانو او نوابانو مشرتابه چيلنج کړي. نو ځکه بدېل مشرتوب نه دى راپورته شوى . تر څو د بلوڅو مشري بلوڅ سرداران او نوابان کوي، د عادېي خلکوگټو او د دوى د گټو ترمنځ د ټکر شکونه به پر ځاى پاته وي. | ورسره تړلي نور خبرونه بلوڅان څه غواړي؟21 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځ : عادي خلک نه په نخښه کوو20 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||