|
ولي خان خاورو ته وسپارل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مخکښه پښتون سياست وال ، د عوامي نشنل گوند مشر او د خان عبدالغفار خان زوى عبدالولي خان نن ( جمعه د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ ) د چارسدې په ولي باغ کې خاورو ته وسپارل شو . د ولي خان په جنازه کې په زرگونو کسانو برخه واخيسته چې د افغانستان يو پلاوى هم ورغلى و . د دې پلاوي مشري د ولسمشر کرزي مرستيال کريم خليلي يې کوله . خپله ولسمشر حامد کرزي د ولي خان په مړينه خواشيني څرگنده کړې ده . خو په جنازې کې يې د گډون نشتوالى د هغۀ واردمخه پلان شوي سفر له امله ښودل شوى چې اروپايي هيوادونو ته يې پيل کړى دى . جنازه د پېښور په يوۀ پارک کې ترسره شوه . د افغانستان پر مرستيال ولسمشر سربيره د ولسي جرگې مرستيال ريس عارف نورزي ، د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني هم د جنازې په لمانځه کې برخه واخيسته . د هند يو لوړ پوړى پلاوى هم په دغو مراسمو کې د گډون لپاره راروان وو خو د جنازې پر وخت ونه رسيدۀ . د هند په استازيتوب په اسلام اباد کې د هغۀ هيواد د سفارت لوړ پوړو چارواکو گډون وکړ . د ولي خان په جنازه کې د پاکستان د فدرالي او ايالتي حکومتونو وزيرانو او گڼ شمير نورو لوړ پوړو چارواکو برخه واخيسته . د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز په دې مراسمو کې گډون ونه کړ خو پاکستاني سرچينو ويل چې د ولسي جرگې يا قومي اسامبلۍ ريس چوهدري امير حسين د لومړي وزير استازيتوب کاوۀ . د جنازې پر وخت کلک امنيتي گامونه پورته شوي وو . د جنازې لمونځ هغۀ مولوي ادا کړ چې د خان عبدالغفار خان د جنازې لمونځ يې هم ورکړى و . | ورسره تړلي نور خبرونه د ولي خان سياست او ژوند ته يوه کتنه 27 جنوري, 2006 | خبرونه ولي خان د ٨٩ کالو په عمر ومړ26 جنوري, 2006 | خبرونه د ولي خان ژوند او سياست 26 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||