|
شاهد اپريدي د لوبيز ژوند تر ټولې ډيرې منډې وکړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په فيصل اباد کې د پاکستان اوهند تر منځ په دويمه پنځه ورځنۍ لوبه کې شاهد اپريدي يو ځل بيا تر ټولو ښه لوبه وکړه . د خيبر په لوړو غرونو کې زيږيدلي شاهد اپريدي تش په ١٢٨ غونډسکو ١٥٦ منډې وکړې ، دا د دۀ د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې دي چې په يو ځل يې کوي . شاهد اپريدي د نژدې ٤٠ منډو په اوسط په پنځه ورځنيو لوبو کې ١٥٠٠ منډې تر اوسه کړي دي . دۀ ٥ ځله سل منډې کړي او ٧ ځلې يې تر ٥٠ ډيرې منډې په برخه شوي دي . شاهد اپريدي په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو چټکه سليزه هم کړې ده . دۀ په پنځه ورځنيو لوبو کې ٣٩ لوبغاړي تر اوسه سوځولي . د فيصل اباد د لوبې انځوريز رپورټ لرو :
| ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان څلورمه يوه ورځنۍ لوبه وگټله19 دسمبر, 2005 | خبرونه انگلستان د کراچۍ يوه ورځنۍ لوبه وبايلله15 دسمبر, 2005 | خبرونه دويمه پنځه ورځنۍ لوبه په زړۀ پورې شوې ده23 نومبر, 2005 | خبرونه يونس خان : مرستيال کپتان پښتون لوبغاړی22 نومبر, 2005 | خبرونه د کريکټ نړيوالې لوبډلې څخه اپريدې وايستل شو06 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||