BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2005 ,23 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دويمه پنځه ورځنۍ لوبه په زړۀ پورې شوې ده
نندارچيان
په فيصل اباد کې ډيرې نندراچيانې ښځې وې دوى لاس په دعا دي چې پاکستاني لوبغاړي به دغه لوبه ونه بايلي .
د پاکستان او انگلستان ترمنځ دويمه پنځه ورځنۍ لوبه د څلورمې ورځې په پاى کې په زړۀ پوري پړاو کې وه .

د انگلستان لوبډله په خپله لومړنۍ پاڼۍ په ٤٤٦ منډو وسوځيده چې کوربه هيواد ته يې د ١٦ منډو لاسبرى ورکړ .

په ځواب کې تر اوسه پورې پاکستان په خپلې دويمې پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو ١٨٣ منډې کړي دي . له دې سره پاکستان ټول ټال ١٩٩ منډې وړاندى دى .

پاکستان په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې ٤٦٢ مندې وکړې چې په هغو کې د کپتان انضمام الحق ١٠٩ منډې او د شاهد اپريدي ٩٢ منډې د پام وړ وې .

د انگلستان له لورې کيوون پيټرسن او اين بېل سليزې وکړې . خو د انگلستان ټوله هيله به په پنځمه ورځ ژر تر ژره د پاکستان د پاتې څلورو لوبغاړو سوځول وي .

که چيرې انگلستان پاتې پاکستاني لوبغاړي ژر وسوځوي او ټاکلى هدف ترلاسه کړي نو د درو پنځه ورځنيو لوبو لړۍ به يو يو مساوي کړاى شي .

پاکستان په لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې انگلستان ته په ٢٢ منډو ماتې ورکړې وه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت