BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:48 گرينويچ 2005 ,19 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان څلورمه يوه ورځنۍ لوبه وگټله
شعيب
شعيب اختر وروستى لوبغاړى وسوځاوۀ او پاکستان يې په ١٣ منډو بريالى کړ .
په پينډۍ کې تر يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته پاکستان وکولاى شول چې انگلستان ته ماتې ورکړي خو تر وروستيو شېبو پورې دا ويل گران وو چې برى به د چا په برخه کيږي .

پاکستان د کپتان انظمام الحق او شاهد اپريدي د منډو په مټ د ٢١١ منډو هدف وټاکه خو انگلستان تر پايه پورې نژدې روان وو .

انظمام الحق ٨١ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيد خو په نورو پاکستاني لوبغاړو کې يوازې د شاهد اپريدي ٣٤ منډې د پام وړ وې .

د انگلستان له خوا فلنټاف ٤٠ منډې وکړې دۀ دوه پاکستاني لوبغاړي هم سوځولي وو .

د پاکستان له خوا بريالى بالر شاهد اپريدى وو چې درې لوبغاړي يې وسوځول .

له دې بري سره پاکستان د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ درې يو گټلې ده خو پنځمه لوبه به هم په پينډۍ کې کيږي .

انگلستان لومړنۍ لوبه وگټله خو ورپسې يې پرله پسې درې لوبې وبايللې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت