|
انگلستان د کراچۍ يوه ورځنۍ لوبه وبايلله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کراچۍ کې د پاکستان او انگلستان ترمنځ يوه ورځنۍ کريکټ لوبه د انگلستان په لويې ماتې پاى ته ورسيده . په دې لوبه کې انگلستان په حيرانونکې توگه پاکستان ته لومړى د منډې جوړولو بلنه ورکړه . د پاکستان له لورې ويکت ساتونکي کامران اکمل ١٠٩ منډې وکړې چې په پرله پسې دويم ځل يې سليزه ده . د پاکستان له لورې شاهد اپريدي ايله په ١٤ غونډسکو ٣١ منډې وکړې دۀ وروسته د انگلستان دوه لوبغاړي هم وسوځول . پاکستان ٣٥٦ منډو وکړې چې له انگلستان سره يې تر ټولو ډيرې منډې وې . انگلستان په خپل ټول لوبيز ژوند کې ايله يو بل ځل سيالې لوبډلې ته د دومره منډو اجازه ورکړې وه . له دې بري سره د پنځو لوبو په لړۍ کې اوس انگلستان دوه يو شاته دى . که پاتې دوه لوبې ونه گټي نو انگلستان به د پاکستان له سفر تش لاس ستنيږي . دوى د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ ٢-٠ بايللې وه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||