BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:53 گرينويچ 2005 ,10 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انگلستان پاکستان ته ماتې ورکړه
مينه وال
انگريز کريکټ مينه وال په پاکستان کې پر لومړني برى په ټوپونو شول .
په لاهور کې د پاکستان او انگلستان ترمنځ لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه تر يوې په زړۀ پورې ورځې وروسته د انگلستان په بري پاى ته ورسيده .

دا په پاکستان کې د روان سفر په ترڅ کې د انگلستان لومړنى برى دى .

انگلستان لومړى د منډو جوړولو پيل وکړ او په ټاکلي وخت کې يې د ٤ لوبغاړو ه سوځيدو ٣٢٧ منډې وکړې .

د انگلستان له خوا سټراوس ٩٤ او فلنټاف ٧٢ منډې لرلې .

په ځواب کې د پاکستان له لورې يونس خان ، سلمان بټ او محمد يوسف تر ٥٠ ډيرې منډې وکړې خو د ټولو منډو هدف يې ترلاسه نه کړ .

پاکستان د ٢٨٥ منډو په کولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې توگه يې د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه په ٤٢ منډو وبايلله .

پاکستان د درو پنځه ورځنيو لوبو لړۍ دوه صفر گټلې وه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت