|
يونس خان : مرستيال کپتان پښتون لوبغاړی | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له انګلستان سره د پنځه ورځنيو لوبو د لړۍ په دويمه لوبه کې ( فيصل اباد د نومبر ٢٠ )يونس خان او شاهد اپريدی هغه يوازيني دوه پښتانۀ لوبغاړي دي چې د پاکستان په لوبډله کې لوبه کوي . يونس خان د مرستيال کپتان دنده ترسره کوي او په تيرو څو کلونو کې د پاکستان تر ټولو منلی او تکړه بټسمن يا منډه جوړونکی بلل کيږي . په دې وروستيو کې د يوې مرکې په ترڅ کې يونس خان وويل د دۀ پلار ورښوولي چې تر پايه زړۀ ونه بالي ، د دۀ په وينا همدا هغه اصل دی چې پر بنسټ يې دی لوبه کوي او تر پايه ماتې نه مني . د ١٩٧٧ کال د نومبر په ٢٩ نېټه د سرحد ايالت د مردان په سيمه کې زيږيدلی يونس خان وايي د يوۀ بل پښتون لوبغاړي او پخواني کپتان عمران خان ډير اغيز پرې شوی دی . عمران خان د پاکستان پخوانی کپتان و چې په خټه نيازی دی . د هغۀ په مشرتابۀ پاکستان په ١٩٩٢ کال کې د کريکټ نړيوالې اتلولۍ وګټلې . يونس خان يوۀ پاکستاني تلويزيوني کانال ته په مرکه کې ويلي چې په کوڅو کې به يې کريکټ لوبه کوله له هغه ځايه ورو ورو د لوبډلو ورته پام شو او هغه و چې په ٢٠٠٠ کال کې يې په لومړي ځل د پاکستان په استازيتوب په پنځه ورځنيو لوبو کې برخه واخيسته . په پينډۍ کې د ٢٠٠٠ کال د فبروري په ٢٦ نېټه له سرېلنکا سره د پاکستان پر هغې پنځه ورځنۍ لوبې کې يونس خان سليزه ( ١٠٠ منډې ) وکړه خو لوبډلې يې لوبه وبايلله . له انګلستان سره په فيصل اباد کې له دويمې پنځه ورځنۍ لوبې وړاندې يونس خان ټول ټال ٣٨ پنځه ورځنۍ لوبې د پاکستان له خوا کړې دي . په دغو لوبو کې يونس خان نهه ځله سليزې کړي او ١١ ځله يې منډې تر ٥٠ اوښتې وې . دۀ ټول ټال د ٤٤.٥٦ په اوسط ٢٨٥٢ منډې کړي دي . د يونس خان تر ټولو ښه لوبه په هندوستان کې تير کال ترسره شوه . دۀ ٢٦٧ منډې وکړې چې د کوم پاکستاني لوبغاړي له خوا د هند په خاوره تر ټولو ډيرې منډې دي . په يو ورځنيو لوبو کې هم يونس خان ښه ځليدلی دی . تر خپلې لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبې ١٣ ورځې وړاندې يونس خان له سرېلنکا سره خپله لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه په کراچۍ کې وکړه او په هغې لوبې کې چې بيا هم پاکستان وبايلله يونس خان ٤٦ منډې کړې وې . يونس خان په ١١٨ يو ورځنيو لوبو کې تر اوسه پورې د ٤١.٦٠ په اوسط ٣٠٩١ منډې کړي دي . ځينې کسان په دې باور دي چې د يونس خان او شاهد اپريدي په مټ اوس د پاکستان په پښتنو کې د کريکټ لوبه لا ډير مينه وال لري . د مردان په کوڅو کې په کريکټ لوبه راغلی يونس باوري دی چې که موقع وي نور لوبغاړي به هم له همدې سيمې د نړۍ په وتليو لوبغاړو کې وبلل شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||