د ٢٠٠٥ کال د دسمبر دريمه اوونۍ د مظاهرو ، غونډو ، وژنو ، بريدونو او لمانځنو اوونۍ وه . د نړيوالې سوداگرۍ په باب د خبرو اترو سرمشريزې مظاهره کوونکي کوڅو ته راويستل ، په هند کې د مرستو لپاره ټول شوي تر پښو لاندې شول ، بغداد کې بيا چاودونه وه ، روسانو پخوانى زورواکى ولمانځۀ او ..........................  | | | په هانگ کانگ کې د نړيوالو سوداگريزو خبرو اترو په ترڅ کې په سلگونو کسانو د پانگه وال سيستم پر ضد مظاهرې وکړې پوليسو هر څه وشيندل خو مظاهره کوونکي خپاره نه شول |
 | | | د هند په مدراس کې ٤٢ کسان هغه وخت تر پښو لاندې شول چې تر سيلاب وروسته د مرستو وېش روان وو ، د سيلاب وير هير او نوى وير پيل شو |
 | | | هو بغداد دى او بيا هم چاودنه ده ، د بغداد او له لويه سره د عراق خلک له چاودنو سره لکه روږدي شوي چې وي ، يوه ټکسي ته ديکه ورکوي او عادي ژوند ته دوام ! |
 | | | د متحدو ايالاتو د نيويارک استوگن پلي روان شول ، دا مزل د روغتيا په هيله نه وو ، اوږد واټنې ځغاستې هم نه وې ، تر مځکې لاندې اورگاډي دريدلي وو ، کارکوونکيو يې د کار ښه شرايط غوښتل بله لار يې ونه ليده کاربندي يې وکړه |
 | | | غلط شوي نه ياست د ستالين عکس وينئ چې سپين ساريو روسيو ميرمنو پورته کړى دى ، د ستالين د زوکړې کاليزه اوس هم ځينې خلک د روسيې په ساړه ژمي کې کوڅو ته راوباسي |
 | | | چا ويل چې هيواد مشران تل په ارامو او اسوده الوتکو کې الوتنې کوي . د برتانيا لومړى وزير همدا تيره اوونۍ عراق ته د يوۀ ناڅاپي سفر په ترڅ کې په يوې پوځي سپرلۍ وړونکې الوتکې کې غونج منج ناست و |
| | |