د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو د اتلوليو لوبې له تيرو دوو مياشتو په بيلا بيلو هيوادونو کې روانې دي . تيره شپه ( د تلې ٢٦ د اکتوبر ١٨ ) د دغواتلوليو ځينو نورې لوبې وشوې چې په انځورونو کې به يې رپورټ وړاندې کړو :
 | | | د انگلستان د ارسنل لوبډلې روزونکى ارسن وينگر خپل لوبغاړي تيري هارنري ته لارښونه کوي ، داسې ښکاري چې د روزونکي خبرې هانري د زړۀ په غوږونو واوريدرې ځکه چې وار د واره يې گول وکړ. |
له سپارتک پراگ سره د ارسنل په بري کې د هانري ونډه د پام وړ وه ، دى تر هغه وروسته د لوبې ډگر ته ورغى چې رايس ټپي شو . | | | هانري ته د ارسنل نور لوبغاړي تر هغه وروسته مبارکي ورکوي چې په دوو گولونو يې د ارسنل لوبډلې د ډيرو گولونو ريکارډ مات کړ . دۀ د ارسنل له لورې تر اوسه ١٨٦ گولونه کړي دي . |
د انگلستان بله لوبډله مانچسټر يونايټيډ ونه توانيده چې خپله لوبه وگټي . | | | د فرانسې لوبډلې ( ليلي ) تر پايه دفاع وکړه او مانچسټر يې پرېنښود چې گول ووهي . |
د مانچسټر لپاره لوبه د وخت په تيريدو لا گرانه شوه ، د لوبغاړو شميره يې لوبڅار ( ريفري ) له ١١ کمه کړه .
 | | | پول سکول د دوو ژيړو کاردونو په ليدو لوبغالى پرېښود ، دا دوهمه پرله پسې لوبه ده چې د مانچسټر يو لوبغاړى د اروپا د اتلو لوبډلو په اتلوليو کې له لوبې وځي او سور کارډ ويني . |
|