BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:21 گرينويچ 2005 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اروپا د اتلو لوبډلو د اتلوليولوبې وشوې
د انگلستان د ارسنل فوټبال لوبډلې کپتان هانري دوه گولونه وکړل .
د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو په اتلوليو کې نن ( د تلې ٢٧ اکتوبر ١٩ ) اته نورې لوبې ترسره کيدونکې دي چې په هغوکې د انگلستان اتل کلب چلسي او ليورپول هم لوبه کوي .

تيره شپه په اتو لوبو کې د انگلستنان د ارسنل لوبډلې د چيک جمهوريت سپارتا پراگ ته دوه صفر ماتې ورکړه په دغه لوبه کې فرانسوي لوبغاړي تيري هانري چې د ارسنل کپتان دى ، دوه گولونه وکړل . له دې بدي سره ارسنل په B گروپ کې د درو لوبو په گټلو تر نورو وړاندې دى .

د جرمني بايرن ميونيخ د ايټاليا وينتيس ته دوه يو ماتې ورکړه او هغوى هم په دې ډول خپلې درې سره لومړنۍ لوبې وگټلې .

د هالنډ ايکس د سويس تون لوبډلې ته دوه سفر ماتې ورکړه . دوى هم د ارسنل په گروپ کې سيالي کوي .

د اسپانيا بارسلونا د يونان له پناتناکېس سره بې له کومه گوله لوبه مساوي ختمه کړه ..

د انگلستان پول سکول چې د مانچسټر يونايټد له خوا لوبه کوي تيره شپه د دوو ژيړو کاردونو په ليدو له لوبې وايستل شو .

د انگلستان مانچسټر يونايټد د فرانسې له ليلي سره کوم گول ونه کړاى شو .

مانچستر په D گروپ کې د اسپانيا له ويليدل او د پدتگال له بنفيکا سره دى ، د هغوى لوبه په يوۀ يوۀ گول مساوي ختمه شوه .

په نننيو لوبو کې به د بلجيم اندليک د انگلستان له ليورپول سره لوبه کوي .

چلسي به د اسپانيا له ديال باتيس سره په سيالۍ بوخت وي . او د سکاټلنډ اتله لوبډله رينجرز به د سلواکيا له ارتميديا برتسلاوا سره لوبه کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
انگلستان اتريش ته ماتې ورکړه
08 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت