BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:21 گرينويچ 2005 ,11 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
تر اوسه چا نړيوالو اتلوليو ته لار موندلې ده
په دغو لوبو کې به ٣٢ هيوادونه د سرو زرو مډال ته سيالۍ سره کوي .
د فوټبال نړيوالې اتلولۍ د ٢٠٠٦ کال په جون کې د جرمني په بيلا بيلو لوبغاليو کې ترسره کيدونکې دي .

په دغو لوبو کې به ٣٢ هيوادونه د سرو زرو مډال ته سيالۍ سره کوي . له تيرو دوو کلونو څخه د نړۍ له لرو بره تر ٢٠٠ ډيرو هيوادونو په دغو اتلوليو کې د ځاى موندلو په هيله د غوراوي لوبې کړي دي چې لا هم بشپړې شوې نه دي .

تر اوسه پورې ( دتلې ١٩ د اکتوبر ١١ ) دغه هيوادونه غوره شوي دي :

اروپا :
جرمني
اوکراين
هالنډ
پولنډ
انگلستان
کرويشيا
ايټاليا
پرتگال
له دغې لويې وچې به شپږ نور هيوادونه هم دغه وياړ ترلاسه کوي .

سويلي امريکا
ارجنتاين
برازيل
ايکوادور
پراگواى
دغلته به په پنځم نمبر هيواد له استراليا سره سيالي کوي د هغې لوبې گټونکى به نړيوالې اتلولۍ ته لاره مومي .

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ د ٢٠٠٦ کال په جون کې د جرمني په بيلا بيلو لوبغاليو کې ترسره کيدونکې دي

اسيا
جاپان
سويلي کوريا
سعودي عربستان
ايران
بحرين او ازبکستان په سياليو بوخت دي د دوى له ډلې به گټونکى د مرکزي امريکا له څلورم هيواد سره سيالي کوي چې نړيوالو اتلوليو ته لاره ومومي .

شمالي او مرکزي امريکا او کربين
متحد ايالات
مکسيکو
کاستاريکا
د دغې سيمې څلورم هيواد به د بحرين او ازبکستان ترمنځ د لوبې له گټونکي سره بخت ازمويي .

افريقا
انگولا
گانا
عاج ساحل
تاگو
تيونس

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت