 | | | ديويد بېکهم او مايکل اوين به د شنبه په ورځ لوبه کوي . |
د انگلستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي ديويد بيکهم او مايکل اوين په ډاگه کړې ده چې دوى به د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په هغه لوبه کې چمتو وي چې له اتريش سره په مانچستر کې د شنبه ( د اکتوبر ٨ د تلې ١٦ ) په ورځ کيدونکې ده .بيکهم د انگلستان د ملي لوبډلې کپتان او اوين يې مرستيال دى . د بيکهم زوى ناروغه دى او داسې گنگوسي وو چې دى به د هغۀ د ناروغۍ له امله په دغه لوبه کې ونډه وانه خلي . مايکل اوين بيا تيره اوونۍ يوې لوبې ته د چمتووالي پر وخت ټپي شوى و خو اوس روغ رمټ دى . انگلستان بايد نه يوازې د شنبه په ورځ اتريش بلکه د چارشنبه په ورځ پولنډ ته هم ماتې ورکړي چې د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په لوبو کې ځان ته ځاى ومومي . دغه لوبې به په جرمني کې ترسره کيږي .
|