|
انگلستان اتريش ته ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دغه لوبه کې د انگلستان د ملي لوبډلې کپتان او مشهور لوبغاړى ديويد بيکهم د دوو ژيړو کاردونو په ليدو له لوبې وايستل شو . دا د انگلستان له خوا په نړيوالو لوبو کې ١٠ ځل دى چې يو لوبغاړى د سرۀ کارد په ليدو له لوبې ايستل کيږي . بيکهم يوازينى لوبغاړى دى چې دغه کارد يې دوه ځلي په برخه شوى دى لوبه تر ډيره ورو روانه وه . د انگلستان لوبغاړو زړۀ ماتې غوندې لوبه کوله خو په ٢٥ دقيقه کې مرستيال کپتان مايکل اوين د اتريش د يوۀ مدافع لوبغاړي له خوا ونيول شو او لوبڅار يا ريفري انگلستان ته پيناتي ورکړه . فرنک لمپارډ د انگلستان له لورې د پيناتي دغه هڅه په گول بدله کړه خو له هغې وروسته انگلستان تر ډيره دفاع ته ملا وتړله . د لوبې په ٦٣ دقيقه کې د بيکهم تر وتلو وروسته انگليس لوبغاړو يوازې دفاع وکړه ..
انگلستان به د چارشنبه په ورځ ( د تلې ٢٠ د اکتوبر ١٢ ) له پولنډ سره لوبه کوي . که دغه لوبه د انگلستان په بري سر ته ورسيږي نو دوى به د ٢٠٠٦ کال اتلوليو ته غوره شي . په يوه بله لوبه کې ويلز شمالي ايرلنډ ته درې په دوه ماتې ورکړه . بلاروس يا سپينې روسيې سکاټلنډ ته د يوۀ گول په ورکولو برى ترلاسه کړ . د ايرلنډ جمهوريت له قبرس څخه لوبه په يوۀ گول وگټله . د نورو لوبو پايلې په دې ډول وې : فينلډ صفر رومانيا ١ گورجستان صفر قزاقستان صفر لتوانيا صفر سربيا مونتينيگرو ٢ روسيه ٥ لگزمبورگ ١ | ورسره تړلي نور خبرونه د انگلستان د فوټبال کپتان او مرستيال يې لوبې ته چمتو دي06 اکتوبر, 2005 | خبرونه انگلستان د ٢٠١٨ کال نړيوالې فوټبال اتلولۍ غواړي17 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||