BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:28 گرينويچ 2005 ,17 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انگلستان د ٢٠١٨ کال نړيوالې فوټبال اتلولۍ غواړي
انگلستان په ١٩٦٦ کال کې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ گټلې وې .
د انگلستان د فوټبال ټولنې مامورين وايي دوى په خبرو بوخت دي چې د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړيوالو لوبو کوربانۀ شي .

د انگلستان د فوټبال ټولنې په ډاگه کړې ده چې دوى د ٢٠١٤ کال اتلوليو ته چې لا يې کوربه نه دى معلوم شوي غوښتنه نه کوي .

لندن په روان کال کې د ٢٠١٢ کال المپيک لوبو ته د کوربه ښار په توگه ونومول شو .

انگلستان يوازې يو ځل تر اوسه پورې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو کوربه هيواد و . په ١٩٦٦ کال کې دغه اتلولۍ انگلستان گټلې وې .

په ٢٠٠٦ کال کې به جرمني د نړيوالو اتلوليو کوربه هيواد وي تر هغه څلور کاله وروسته به سويلي افريقا دغه وياړ لري . داسې باور دى چې د ٢٠١٤ کال لوبې ښايي د سويلي امريکا هيوادونه ورخپلې کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت