BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:51 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افريقا له لويې وچې څلور لوبډلې اتلوليو ته غوره شوې
نړيوالې اتلولۍ به په ٢٠٠٦ کال کې په جرمني کې ترسره کيږي .
د افريقا له لويې وچې څخه څلور هيوادونه د راتلونکي کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو ته غوره شوو .

دغه څلور سره په خپل تاريخ کې په لومړي ځل دغه وياړ ترلاسه کوي .

انگولا روندا ته يو صفر ماتې ورکړه دغه راز گانا او توگو هم بريالي شول . د عاج ساحل تر هغه وروسته نړيوالو اتلوليو ته لاره پيدا کړه چې کامرون له مصر سره يو په يو مساوي پاتې شو .

له دغو پايلو سره وليدل شو چې له افريقا څخه به کامرون او نايجيريا په نړيوالو اتلوليو کې نه وي .

دغه راز سينگال هم چې تير ځل په نړيوالو اتلوليو کې ډير وړاندې تللى و دا ځل پاتې شوى دى .

د افريقا له لويې وچې څخه به يو بل هيواد هم په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې برخه اخلي . د دغۀ هيواد غوراوى به د تيونس او مراکش ترمنځ تر لوبې وروسته کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت