 | | | د فوتبال نړيوالې اتلولۍ په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال په جون کې ترسره کيدونکې دي . | د فوټبال نړيوالې اتلولۍ ته د اروپا له لويې وچې څخه د وروستيو درو لوبډلو د غوراوي لوبې به د نومبر په ١٢ او ١٦ نېټه ترسره کيږي .د غوراوي په دغو لوبو کې به اسپانيا له سلواکيا سره ، ترکيه له سويس سره او چيک جمهوريت له ناروې سره لوبې کوي . دغه شپږ سره لوبډلې د غوراوي د گروپ په پړاونو کې ونه توانيدلې چې تر اتلوليو ورسيږي . د ٢٠٠٦ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو ته د نړۍ په ٢٠٧ هيوادونو کې له تيرو دوو کلونو څخه د غوراوي لوبې روانې وې چې اوس پاى ته رسيدونکې دي . د اروپا له لويې وچې څخه دغو هيوادونو په اتلوليو کې د گډون وياړ ترلاسه کړى دى : جرمني اوکراين هالنډ پولنډ انگلستان کرويشيا ايټاليا پرتگال فرانسه سربيا سويډن |