 | | | ټاکنو کي د ښځو ونډه ستايل شوۍ |
فيفا چي د خپلو سلگونو کارکوونکو په مټ د افغانستان د پارلماني ټاکنو بهير څارې د رايې اچونې د بهير له بشپړيدو څو ساعته وړاندي وويل، په خلکو په ډيرې ليوالتيا په رايې اچونو کي برخه واخيسته. دفيفا ويندوۍ احمدنادر نادرې د يوۍ خبري غونډۍ پرمهال وويل، د ټاکنو امنيت په ښه توگه سمبال شوۍ او ټاکنيز توکې هم ډيرو مرکزونو ته په بسيا کچه ليږدول شوي دي. نادر-نادرې ووېل، ټاکنو کي د درغليو د مخ نيوې کړنلاره اغيزمنه څرگنده شوي، د نوموړې په وينا د بغلان په ولايت کي د رايې ورکولو يو شمير جعلي کارتونه ترلاسه شوي دي. فيفا پر ځينو سيميزو چارواکو نيوکه کړي چي گواکي د ټاکنو په چارو کي يي لاسوهنه کړي او د خپلواکو څارونکو مخه يي نيولۍ ده. دغه راز ويل شوي، په يو شمير سيمو کي د رايې اچولو مرکزونه له ټاکل شوي مهاله يو څه ناوخته پرانستل شول.
|