 | | | دغه اور تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته د اروپا تر ټولو ستر بلل شوى دى . | د يکشنبه په ورځ ( ليندۍ ٢٠ دسمبر ١١ ) لندن ته نژدې د شويو چاودنو پلټونکى وايي چې اور ښايي هغه ټولې نخښې نښانې ورسره لولپه کړې وي چې ښايي د دغۀ اور اصلي دليل ترې ښکاره شوى واى . په اور کې ٤٣ کسان ټپيان شول خو ايله د دوو وضعه جدي بلله شوې ده . دا اور تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته د اروپا تر ټولو ستر بلل شوى دى . شاوخوا ٢٠٠٠ کسان له دغې سيمې ايستل شوي دي او له نورو غوښتنه شوې چې دروازې او کړکۍ وتړي چې لوگى يې روغتيا ته زيان ونه رسوي .  | | | هميل همسټيډ کې چې له لندنه ٤٠ کيلومتره ليرې دى د تيلو په زيرمه ځايونو کې اور ولگيد |
 | | | تر اور وړاندې چاودنې وشوې چې غږ يې ان په گاونډۍ فرانسه کې واوريدل شو . |
 | | | د اور له امله خپارۀ شوي لوگي ډيره برخه ونيوله . |
| | |