BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:35 گرينويچ 2006 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوي کال ته چمتووالى انځوريز رپوټ

د نوي لمريز كال په درشل كې نوى تعليمي كال هم پيل شوى دى . زده كونكي نوى كال له نوي ټولګي سره پيلوي .

د مزار شريف په ښار ژوند عادي بڼه لري .داسې څه نه ليدل كيږي چې د خلكو د تګ راتګ مخه ونيسي .

د مزار شريف په ښار كې د نوي كال په درشل كې دجامو هټېوال د اختر د ورځو په څير بوخت وي .

د حضرت علي كرم الله وجهه د روضې شاوخوا لا هم كار روان دى چې د سره ګل د ميلې د لمانځنې لپاره سيمه ښايسته وبريښي .

مزار شريف ته سر له اوسه له نورو ولايتونو څخه سيلانيان په سره ګل ميله كې د ګډون لپاره راغلي دي .روضه سر له اوسه له ګڼې ګوڼې ډكه ده .

خلك په ښار كې پخپلو ورځينيو كارونو بوخت دي او ژوند د پخوا په څير عادي دى .

چارواكو وويل چې كلك امنيتي تدابير يې د سره ګل د ميلې د لمانځنې لپاره نيولي دي او څو كميسونونو ته دنده سپارل شوې ده چې چارې سمبال كړي . ان ټرافيكو ته هم لاسي مخابرې ويشل شوي دي چې كه شكمن كس وليدل شي سم لاسي نورو امنيتي چارواكو ته خبر وركړي .


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت