|
کابل ته د ولسمشر بوش د سفر انځوريز رپورټ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى او د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش په خپلو کې څه کم دوه ساعته خبرې اترې وکړې . وروسته ښاغلي بوش په کابل کې د متحدو ايالاتو د سفارت د بنسټ ډبره کېښوده . د ولسمشر حامد کرزي ميرمنې ډاکټر زينب کرزۍ هم د متحدو ايالاتو د ولسمکشر بوش ميرمن لورا بوش خپل حضور ته ومنله . ښاغلي کرزي په خورا توده ژبه افغانستان ته د خپل امريکايي سيال او د هغه د ميرمنې لورا بوش د سفر هر کلى وکړ او ښاغلى بوش يې د افغانستان د خلکو يو مضبوط ملاتړى وباله . ښاغلي بوش د ولسمشر کرزي د مشرتابۀ ستاينه وکړه او هغه يې د افغانستان سولې ، امنيت او پرمختيا ته وفاداره شخصيت وباله .
ښاغليو کرزي او بوش د کابل د ارگ په ماڼۍ کې د خبري کانفرانس په ترڅ کې د پوښتنو ځواب ووايۀ .
ولسمشر کرزي د ښاغلي بوش مننه وکړه چې له افغانستان سره يې مرستې کړي دي .
د ارگ په ماڼۍ کې دواړو مشرانو د خبري کانفرانس په ترڅ کې د پوښتنو ځواب ووايۀ
ولسمشر بوش د افغانستان د سفر په ترڅ کې له خلکو سره روغبړ وکړ .
وروسته ښاغلي کرزي له ولسمشر بوش سره د گل خانې په ماڼۍ کې هرکلى ووايۀ .
ولسمشر کرزي ښاغلى بوش د ارگ په ماڼۍ کې بدرگه کړ .
د ولسمشر بوش ميرمن لورا بوش د ولسمشر حامد کرزي له ميرمن ډاکټرې زينب کرزۍ سره وليدل | ورسره تړلي نور خبرونه دوبۍ : انځوروييز رپوټ26 فبروري, 2006 | خبرونه چارسدې ته د ولسمشر کرزي د سفر انځوريز رپوټ17 فبروري, 2006 | خبرونه په کابل کې د وروستيو مظاهرو انځوريز رپوټ12 فبروري, 2006 | خبرونه د خان عبدالولي خان د جنازې انځوريز رپورټ27 جنوري, 2006 | خبرونه شاهد اپريدي د لوبيز ژوند تر ټولې ډيرې منډې وکړې22 جنوري, 2006 | خبرونه تيره اوونۍ په عکسونو کې25 دسمبر, 2005 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه انځوريز رپورټ08 اپريل, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||