|
هلمند کې لرغوني اثار وموندل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په يوه هديره کې د قبر دکېندنې پر مهال ١٤ قلمه تاريخي آثار ترلاسه شوي دي . د سيمې اوسيدونکي وايي چې تېره ورځ يو ماشوم مړ شوى وو او دوى دهغه دښخولو په موخه په هديره کې قبر کيندۀ چې د ځمکې لاندې يې تاريخي آثار تر سترګو شول . ځايي خلک وايي په دغو اثارو کې مجسمې او زاړۀ لوښي شامل دي . خلکو په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو ته خبر ورکړ چې ورغلل او دغه لرغوني اثار يې ورسره يووړۀ . د ملي پوځ ځايي مامورين وايي چې ژر به دغه اثار په کابل کې د اطلاعاتو و کلتور وزارت ته وسپاري . د لرغونپوهنې د چارو يو افغان کارپوه وايي تر دې وړاندې د هلمند د سنگين په ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو د موندنې په باب هيڅ څه نه دي اوريدل شوي . خو دوى زياتوي چې د سنگين ولسوالۍ گير چاپيره د يونان او باختري پير ځينې لرغوني توکي موندل شوي دي . د سنگين ولسوالۍ په ختيځ کې د ديمراساى غونډې شته چې کلونه وړاندې پکې يوۀ امريکايي لرغون پوه ٥٠٠٠ کاله پخواني اثار موندلي وو . د همد ولسوالۍ په ختيځ کې د بست مشهوره کلا هم پرته ده . دغه راز د سنگين ولسوالۍ په شمال کې څاروان کلا او موسى کلا هم د لرغونو اثارو له امله يادي شوې دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||