BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:46 گرينويچ 2006 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه
افغانستان کې د ناتو برتانوى قوماندان جنرال ديويد ريچردز
جنرال ريچردز : افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره يواځې پوځې هڅې کافي ندي ، بايد د وگړو د اقتصادي ژوند ښه کولو ته ډير پام وشي
په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې نړيوالو امنيتي ځواکونو راتلونکى قوماندان وايي چې په دغه هېواد کې د روان تاوتريخوالي د پايته رسولو لپاره پکار ده ډېر زور پر اقتصادي هڅو واچول شي.

تورن جنرال ډېوېد ريچاردز چې د پنجشنبه په ورځ د ISAF قومانده ور له غاړې کيږي چې بغاوت يوازې په پوځي زور لمنځه نه شي تللى.

هغه وويل پکار ده خلکو د اقتصادي روزگار او ښه امنيت په برابرولو ياغيان گوښي کړل شي.

نوموړي وويل چې تر قوماندې لاندې ځواکونه به ېې په يرغليزو بريدونو کې ښکيل نه وي، خو که چېرې گواښ ورپېښ وي، نو خپل وار به پرې لومړى کړي.

د بي بي سي اسما عيل سعادت سره د ځانگړې مرکې په ترڅ کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې په تېره په جنوبي او ختيځو برخو کې له روانې وضعې سره ، چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونو شمېر په ډېرېدو دى او د امنيت په اړه ېرېدونکې اندېښنې شته دي، د مقابلې لپاره څومره او څه ډول چمتوالى لري؟ تورن جنرال ډېوېد ريچاردز وويل ځواکونه يې هرډول چلنجونو ته چمتو دي .

بشپړه مرکه :
د اسماعيل سعادت پوښتنه :
تاسې په داسې حال کې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو امنيتي ځواکونو قومانده تر لاسه کوئ چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونو شمېر په ډېرېدو دى او د هېواد په جنوبي سيمو کې د امنيت په اړه ډېرېدونکې اندېښنې شته دي. له دغې وضعې سره مقابلې ته څومره چمتو ياست؟

دجنرال ريچردز ځواب :
فکر کوم موږ تر هغه ځايه چې کېدى شي چمتو يو. مو ږ دلته په خپلې قوماندانۍ کې له يوۀ کال راهيسته د دغې دندې لپاره روزنه کړې او تيارى مو نيولى. زه له هغو سرتېرو سره له نژدې ښکېل يم چې په افغانستان کې به زما تر قوماندې لاندې عمليات تر سره کوي. زه ډاډه يم چې کله موږ د افغانستان په جنوبي او ختيځو سيمو کې د ځواکونو قومانده تر لاسه کړو، يو بدلون به رامنتځه کړو.

پوښتنه :
تاسې څه به وکړئ چې له تاسې مخکې قوماندانانو نه دي کړي؟

ځواب:
تر يوۀ ځايه به موږ هغه څه ته وده ورکړو چې د متحده ايالتو تر مشرۍ لاندې ټلوالې پيل کړي. په جنوب کې خلکو باندې د بريدونو ځانگړنه ښيي چې د حکومت مخالف ځواکونه له داسې تکتيکونو او لارو کار اخلي چې قوي پوځي خلک يې نه کاروي. لکه ځانمرگي بريدونه چې ډارن کسان يې کوي. ډېرو نويو افغان ملگرو راته ويلي چې دا ډول بريدونو له افغاني دودونو سره سمون نه لري. په خپله دا چې دوى دغه ډول ناوړه تکتيکونو ته مخه کړې د دوى د کمزورۍ نښه ده. خو دا چې موږ به څنگه له دغه حالت سره بل ډول چلند کوو، زه وايم چې که اړتيا وي نو زموږ ځواب به ډېر سخت وي. خو زما هدف دا نه دى چې دا مسله يوازې د پوځي جگړو په زور هواره شي. مو ږ به هڅه وکړو هغو کسانو ته چې کله کله له وېرې د مخالفينو ملاتړ کوي ډاډ ه شي چې يوه بله ښه لار شته ده، او موږ به په گډه هڅه وکړو چې د هغو راتلونکې خوندي شي. لار يې يوازې پوځي نه ده، بلکې خبره د بيا رغاونې، پرمختيا او د خوندي راتلونکې په اړه د بارو د رامنځته کولو ده چې کرار کرار خو په يقين سره به مخالفين د خلکو له پراخ اکثريت نه گوښي کړي.

افغانستان کې برتانوي عسکر
افغانستان کې برتانوي عسکر

پوښتنه :

تاسې وويل چې ځانمرگي يريدونه اوبمي چاودنې ستاسې د مخالفينو کمزوري ښيي، خو دا بريدونه افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله ور اړولي؟

ځواب
هو سمه ده، زه نه وايم چې دا بريدونه بې اغيزې دي، خو زما له نظره دا د پوځي ځواک نښه نه ده، بلکې د پوځي کمزورۍ نښه ده . هغوى نشي کولاى چې په دوديزوپوځي لارو زموږ مخې ته راشي، ځکه نو نورو لارو ته مخه کوي.
خو موږ بايد خپل چلند انعطاف منونکى وساتو، کله چې کلک پوځي ځواب پکار وي ، بايد وريې کړو. او زه ډاډ درکوم چې د ناټو د ځواکونو شمېر چې د افغانستان جنوبي برخو ته ورځي تر هغه څه ډېر پياوړى دى چې امريکاييان يې دا مهال هلته لرلى شي. ټول اړوند هېوادونه په خپل هوډ کې سره يو موټى دي چې هغه څه وکړي چې له پوځي پلوه سم وي. خو بيا هم غواړم ټينگار وکړم چې خبره يوازې د پوځي هڅو نه ده ، ځکه ، د يوۀ بريتانوي افسر او د ناټو د يوۀ افسر په توگه ، زموږ تجربه ښيي چې بغاوت يوازې په پوځي لارې نه شي لمنځه تللى. زموږ دنده به دا وي چې د افغانستان دولت ته لار هواره کړو چې په ډېرېدونکو نړيوالو مرستو د خپل اغيز لمن پراخه کړي. زما په آند د بغاوت د لمنځه وړلو تر ټولو ښه لار دا ده چې ياغيانوسره ملاتړ يا ورسره پاتې ملاتړ ، که يې په زور تر لاسه کړى وي او که خلکو ته د بلې لارې د نشتوالي په نتيجه کې ورپه برخه شوى وي، ترې واخلو. موږ بايد هرو مرو د ملاتړ دا لامل له منځه يوسو. ځکه نو پوځي او اقتصادي هڅې په گډه کولاى شي بريالۍ شي.

پوښتنه :
خو ځېنې مخالفين په افغانستان کې ستاسې، د بهرنيو ځواکونو شته والى، د خپلو حکومت ضد هلو ځلو لامل بولي، دوى تاسې ته د نيواک گر ځواک په سترگه گوري چې هڅه کوئ د هغو ژوند دود وربدل کړئ. دغو کسانو ته ستاسې ځواب څه دى؟

ځواب:
زه غواړم ټولو ته ووايم چې دا خبره په بشپړه توگه ناسمه ده. د افغانستان د خلکو دودونو، مذهبي عقيدو او اسلام ته زموږ درناوى زموږ د ټولو هلوځلو په زړه کې ځاى لري. او دا پوښتنه هېڅ نه رامځنته کيږې چي په افغانستان کې دې زموږ شته والى افغان ولس سره له مرستې پرته د کوم بل مقصد لپاره وي. زموږ د ټول چلند بنسټ به همدا پوهاوى وي.

پوښتنه:
په افغانستان کې د ځانمرگو بريدونو او د لارې پر غاړه د بمي بريدونو ډېرېدونکي شمېر ته په پام سره، څومره اندېښنمن يئ چې افغانستان به په دوهم عراق واوړي؟

ځواب:
زه فکر نه کوم چې د دې کارد پېښېدو کوم لوى خطر شته دى، ځکه د عراق او افغانستان تر منځ ډېر توپيرونه شته دي، يو يې دا دى چې په افغانستان کې د خلکو لوى اکثريت د حکومت لپاره او د خلکو په گټه د نړيوالو هڅو ملاتړ کوي. خو موږ ته پکار دي چې پرېنږدو دغه ملاتړ له لاسه و وځي. په دې مانا چې د خلکو او د هغو د کليو، ښارگوټو او ښارونو د امنيت د خوندي کولو لپاره بايد کارنده هلې ځلې وکړو. او دا کار بايد له بېلابېلو لارو وشي، نه يوازې له پوځي لارې. نو ځکه زه ډاډه يم چې د عراق او افغانستان عمليات بايد له يو بل سره پرتله نه شي.

پوښتنه
په اروپا کې د ناتو مشرانو ويلي چې په روان کال کې به د ناتو څه باندې ٣٠٠٠٠ پوځيان په افغانستان کې ځاى پر ځاى شي . کېدى شي راته ووايي چې په دې کار سره به د افغانستان کومې برخې د ناټو تر مشرۍ لاندې امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې وي؟

ځواب:
په دې برخه کې پلان دا دى چې د دوبي تر نيمايي به موږ د افغانستان په جنوبي برخو کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ټلوالې څخه د چارو واگې تر لاسه کړوو. ښکاره ده چې خپله په ډگر کې وضعه پر دې خبرې اغيز لرلى شي. او له هغه وروسته د ختيځو سيمو مسوليت به هم موږ ته راوسپارل شي. نو زه ډاډه يم چې د کال تر پايه موږ دا هدف تر لاسه کولاى شو. د افغانستان خلکو ته د امنيت لويه برخه به د ناټو ځواکونه برابروي ، نه د امريکا تر مشرۍ لاندې ټلواله . دا په دې مانا نه ده چې په افغانستان کې به د متحده ايالتونو پراخې پوځي هڅې ودرېږي، بلکې د هغو د امنيتي عملياتو لويه برخه به د ناټو تر قوماندې لاندې راشي.

هلمند کې ځاى پرځاى شوي برتانوي ځواکونه د گزمې په حال کې
هلمند کې ځاى پرځاى شوي برتانوي ځواکونه د گزمې په حال کې

پوښتنه:
د متحده ايالتونو له ځواکونو سره چې په افغانستان کې د طالبانو او د القاعدې د پاتې کسانو پرضد په جگړه بوخت دي، خپل اړيکي څنگه تعريفوئ؟

ځواب:
زه به ووايم چې په دوو ډولو. يو دا چې موږ به له هغو سره نژدې همکاري کوو، ځکه له منطقي پلوه زموږ د دندې ځانگړنو ته په پام سره موږ هغوسره له نژدې همکارۍ پرته بله لار نه لرو. خو متحده ايالتونه به لاهم د هغه څه مسوليت ولري چې د ترهگرۍ ضد ماموريت گڼل کيږي، يعنې د القاعدې په شان اورپکو پسې گرځېدل او داسې نور. دا به د ناټو کار نه وي.
خو ځېنې ناڅرگندې برخې شته دي، او ښکاره ده چې که په سيمه کې د ناټو ځواکونه له کوم گواښ سره مخامخ شي، هغوى به په کلکه له ځانه دفاع وکړي او او که اړتيا وه وار به لومړى کړي. خو په ټوليزه توگه د ترهگرۍ ضد عملياتو مسووليت به له امريکاييانو سره پاتې وي.

پوښتنه:
نو تاسې وايئ چې د ناټو ځواکونه به په مخنيوونکو بريدونو کې ښکيل وي، همداسې ده؟

ځواب
که موږ پوه شو چې په څه نه کولو به مو پوځيان له گواښ سره مخامخ شي، نو له دغه گواښه به خپل وار لومړى کړو، ځکه د بل څه کول به احمقانه وي. خو له دې سره سره ، زه هيله لرم چې دې کار ته اړتيا پېښه نه شي، ځکه تر ما يوۀ هوښيار کس ويلي چې د بري تعريف ښايي دا وي چې د ناټو ځواکونه يو ډز هم ونه کړي، ځکه خلک موږ ته په دې سترگه گوري چې د افغانستان له خلکو سره د يوې ښيې او خوندي راتلونکې په جوړلو کې مرستې لپاره هلته يو. د دې کار لپاره بايد ټول په گډه کار وکړو چې طالبان او نور هغه کسان چې خپل ولس له ستونزوسره مخامخوي پوه شي چې موږ بل هېڅ مقصد نه لرو پرته له دې چې دوى ټولوسره مرسته وکړو.

پوښتنه:
په افغانستان کې د امنيت په وړاندې بله لويه ننگونه د نشه يي توکو مسله ده، له دې ستونزې سره په مقابله کې به ستاسي ونډه څه وي؟

ځواب:
زموږ دنده به يوه مهمه ملاتړونکې دنده وي، خو لکه څنگه چې تاسې پوهيږئ په بيړه او د بېلگې په توگه په داسې حال کې چې د بديل معيشت امکانات نه وي برابر، د نشه يي توکو د ستونزې له منځه وړل به لا ډېرې ستونزې و زېږوي. زه په ټوليزه توگه د نشه يي توکو پر ضد د هلو ځلو ملاتړ کوم ، خو موږ ته به پکار وي چې وگورو کومو کارونو ته لومړيتوب ورکړو، او هڅه وکړو چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه په متعادله توگه پر مخ ولاړه شي چې هغه خلک چې د ژوند لپاره بله لار نه لري، د دې لپاره د مخالفينو ډلې ته ورنه شي چې موږ يې د ژوند د اړتياوو د پوره کولو لپاره سم تدابير نه دي نيولي.

کرزى ، بلير او قانوني
افغانستان دبرتانيې سره د ستراتيژيکې ملگرتيا اړيکي لري

پوښتنه:
که چېرې په يوه سيمه کې د کوکنارکروونکو او ځايي امنيتي ځواکونو تر منځ چې د کروندو د اړولو هڅه يې کوي، د نښتې امکان وي، د ناټو د ځواکونو مشخصه ونډه به څه وي؟

ځواب:
لکه څنگه چې ما وويل موږ به يوه ملاتړونکې ونډه لرو. د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونه به د کوکنارو په لمنځه وړلو کې مخامخ ونډه نه اخلي. خو موږ به خپلې هڅې د افغان ځواکونو له هڅو سره، چې د دغه کار اصلي دنده لري، همغاړې کړو . موږ يقينا کولاى شو د استخبارتي معلوماتو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړو، خو مخامخ به د کوکنارو د لمنځه وړلو په پروگرام کې ونډه نه اخلو.

پوښتنه:
په افغانستان کې د چارواکو په گډون يو شمېر خلک د روان تاوتريخوالي رېښه له هېواده بهر ويني. دوى وايي چې طالب ياغيان له هېواده بهرسمباليږي. افغان مشرانو پاکستاني مشران تورن کړي چې له پولې د دغو اورپکود اوښتو د مخنيوي لپاره پوره هلې ځلې نه کوي.

ځواب:
زه پر دې بحثونو خبر يم. زما خپل نظر، هغسې چې ولسمشر کرزي هم ويلي ، دا دى چې له پاکستان سره نژدې همکاري پکار ده، او دا چې يو بل ته پر اړتيا پوه شي. زه هيله لرم چې د شته ميکانيزمونو په پياوړي کولو به دا همکاري نوره هم غښتلې شي، او تر هغه ځايه چې پر يو بل تورونو پورې اړه لري، زه نه غواړم چې په اړه يې څه ووايم.

پوښته:
خو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د قوماندان په توگه به تاسې په خپله په دې اړه څه وکړئ؟

ځواب:
يقينآ زه به له خپلو امريکايي او افغان همکارانو سره يوځاى، له خپل پاکستاني انډول سره د لوړې کچې تماسونه ولرم. د نژدې همکارۍ لپاره ميکانيزم شته دى، او زه ډاډه يم چې موږ کولاى شو دا همکاري لا نوره هم ښه کړو.

پوښتنه:
ستاسې د کار يو بل اړخ به د افغان پوځ روزنه او سمبالول وي. افغان پوځي چارواکي گيله کوي چې هسې مرسته ورسره نه کيږي چې دوى ورته اړتيا لري، د پوځيانو د روزنې بهير پڅ دى او روزل شوي پوځيان ښې وسلې او امکانات نه لري. بله دا چې ځېنې کتونکي وايي دغه د اويا زره شمېره چې د افغان پوځ لپاره په پام کې نيول شوې، وړه ده او د وخت ننگونو ته ځواب نشي ويلى. ستاسې ځواب څه دى؟

ځواب:
زه پوهيږم چې په ځېنو برخو کې نيوکې شته دي. زه هيلمن يم چې د وضعې له ښه کولو سره مرسته وکړم. يقينا ډېر نور څه شته چې موږ يې کولاى شو. خو يو دوه خبرې چې زه غواړم وکړم دا دي چې په پرتليزه توگه له ډېر لږ څه څخه په يوه شپه کې پوځ نشي جوړېدلى. دا کار ډېر وخت، روزنه او امکانات غواړي. خو زه په دې باور يم چې دا کار زموږ په هڅو کې مرکزي ځاى لري. زه دغه راز لېواله يم چې د ناټو او افغان ځواکونو تر منځ پرهمکارۍ ډېر ټينگار وشي. له دې سره به ځېنې هغه نيوکې لرې شي چې تاسې يادې کړې. د افغانستان د دفاع له وزير جنرال وردک سره مې د افغان پوځ د سوق او ادارې د سمون په اړه خبرې لرلې. تر اوسه ډېر پام د ټېټې کچې ليکو ته وه، خو زه فکر کوم چې موږ د سوق او ادارې په ډگر کې د اصلاحاتو له راوستلو سره مرسته کولاى شو، چې په نتيجه کې د وړتيا لرونکې پوځي قطعې رامنځته شي.

پوښتنه:
ځېنې شک کوونکي وايي نړيوال ځواکونه په قصدي توگه د افغان پوځ د چمتو کولو کار ځنډوي چې په دې توگه په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره خپل شته والى توجيه کړي؟

ځواب:
زه ريښتيا فکر کوم چې دا هسې بې ځايه خبر ده. د يوۀ رېښتينې کس په توگه ما دا خبر له هېڅ چا څخه نه ده اورېدلې. دا يوازې د هغو کسانو خبرې کېدى شي چې د لويديځ او د نړيوالې ټولنې پر ضد دي، او دا هسې بې ځايه خبرې دي. زه به هغو ډېرو سخت شک کوونکو ته ثابته کړم چې خبره داسې نه ده.

پوښتنه:
څه فکر کوئ چې څه وخت به په افغانستان کې نور نو نړيوالو امنيتي ځواکونو ته اړتيا نه وي؟

ځواب
د کومې ځانگړې نېټې ټاکل مې بد ايسي، او دومره ساده هم نه يم چې دا کار وکړم. خو دغو هڅو ته چې نوې ساه يې اخيستې په پام سره، چې په جنوب کې د ناټو د ځواکونو ځاى پر ځاى کېده يې ښکارندويي کوي، په هلمند کې، چې مخکې ډېر لږ امريکايي ځواکونه پکې وه ، د بريتانوي ځواکونو ځاى په ځاى کېدو او نورو ډېرو هڅو ته چې مخکې يې يادونه وشوه په پام سره، زه فکر کوم چې په درې کلونو کې دننه به خورا ډېر پرمختگ رامنځته شي. دغه راز زه فکر کوم چې موږ بايد دې ته چمتو واوسو چې ښايي په روان کال کې وضعه خرابه شي، ځکه ، که په ساده ژبه يې ووايم، د مخالفينو د بريدونو لپاره به هدفونو ډېر شي. خو زما خپله ارزونه دا ده، او دا خبره په مسوليت کوم، چې له راتلونکي کاله به ور آخوا ، د هغو هڅو له برکته چې اوس پيليږي، موږ په وضعه کې خورا ډېر ښه والى ووينو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت