 | | | هلمند يو له هغو ولايتونو څخه دى چې کوکنار پکې ډير کرل کيږي |
د افغانستان نورو ولايتونو ته د ناتو د سوله ساتو عملياتو د غزولو د يوې برخې په توگه نن برتانوي ځواکونه د هلمند په ولايت کې رسما امنيتي دندې په غاړه اخلي د برتانيا په سل گونوځواکونه له وړاندې په دغه ولايت کې چې د افغانستان يو د ترټولو خطرناکه سيمه بلل کيږي ځاى پر ځاى شوې دي. تاکل شوې ده چې په دغه ولايت کې به کرار کرار څه باندې ٣٠٠٠ برتانوي عسکرځاى پر ځاى شي. دوى هلته د امريکا د متحده ايالتونو د ځواکونو ځاى نيسي او موخه يي له افغان چارواکو سره مرسته ده چې سيمه د مخدره توکو له قاچاق وړنکو ،د حکومت ضد ياغيانو او طالب اورپکو له منگولو نه خلاصه کړي . په دې وروستيو کې د افغانستان په جنوب کې اخ وډ ب زيات شوى دى او هلته د بي بي سي يو خبريال وايي برتانوي ځواکونو په ځانگړي توگه د سړک د غاړي او ځانمرگي بم بريدونو له گواښ سره مخامخ دي
|