BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:26 گرينويچ 2006 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په زرگونو برتانوي سرتيري هلمند ته ځي
سرتيري
په افغانستان کې به د سرتيرو پر ځاى پر ځاى کولو نژدې دوه ميليادره ډالر لگيږي
د برتانيا پارلمان د افغانستان په داسې يوۀ ولايت کې د خپلو سرتيرو دېره کولو ته اندېښمن دى چې د طالب رژيم له نسکوريدو وروسته پکې تاوتريخوالى ډير شوى دى .

همدغو اندېښنو ته د ځواب ويلو پر وخت د دفاع وزير جان ريډ وويل په افغانستان کې يې سرتيرو ته مخامخيدونکى گواښ هغومره نه دى چې يو طالب ډوله حکومت به يې دوى او نورې نړۍ ته پېښ کړي .

د برتانيا د دفاع وزير جان ريد ولسي جرگې يا هاوس اف کامنز ته نن پنجشنبه ( د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ ) هغه مهال خبرې کولې چې افغانستان ته يې د نورو سرتيرو د ليږلو د دلايلو سپيناوى کاوۀ .

ښاغلي ريډ وويل د جولاى تر مياشتې ( چنگاښ ) پورې به د هلمند په ولايت کې د دوى سرتيري ځاى پر ځاى شي .

د دغو سرتيرو لپاره به د هلمند په ولايت کې ځينې تاسيسات هم جوړيږي چې د هغو لپاره به گڼ شمير برتانيوي انجينيران او نور پرسونل افغانستان ته سفر کوي .

په راتلونکو شپږو مياشتو کې به ټول ټال ٥٧٠٠ برتانيوي سرتيري په افغانستان کې ځاى پر ځاى کيږي خو هغه کسان چې د تاسيساتو د جوړولو په نيت روان دي هغوى به ژر بيرته برتانيا ته ستانه شي .

برتانيا به د پنځو کلونو په موده کې پر دغه ماموريت يو ميليادر پونډه ( څه کم دوه ميليارده ډالره ) لگوي .

د برتانوي سرتيرو دغه شميره تر هغو زياته ده چې پخوا يې اټکلونه کيدل . خو د دفاع وزير وويل (( د سرتيرو د ليږلو له امله بخښنه نه غواړم . د سرتيرو پر شميرې او د هغوى پر کار ښه دقت شوى دى . ))

د مۍ په مياشت ( غبرگولى ) کې به برتانوي سرتيري په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قومانده خپلوي .

 که په درو کلونو کې دوى په هلمند کې لږ تر لږه ٢٠٠٠ افغان سرتيري وروزي ، که بزگران د کوکنارو پر ځاى بل فصل ومومي او د کابل واک په ولايتونو کې لا ډير خپور شي نو د برتانوي سرتيرو ماموريت به بريالى وي .
د برتانيا د دفاع وزير
ښاغلي ريډ وويل برتانوي سرتيري به د درو کالو په مخه د هلمند په ولايت کې ځاى پر ځاى وي .

د پوښتنو په ځواب کې د دفاع وزير په ټاکلې موده کې د برتانوي سرتيرو برياليتوب د درو څيزونو په ترلاسه کولو کې وليده .

جان ريډ وويل که په درو کلونو کې دوى په هلمند کې لږ تر لږه ٢٠٠٠ افغان سرتيري وروزي ، که بزگران د کوکنارو پر ځاى بل فصل ومومي او د کابل واک په ولايتونو کې لا ډير خپور شي نو د برتانوي سرتيرو ماموريت به بريالى وي .

په افغانستان کې د ناټو پوځي عملياتو ته ډير شننونکي د دغۀ ايتلاف د تر ټولو ډير ننگونکي ماموريت په سترگه گوري .

ناټو د اوس لپاره په افغانستان کې ٩٢٠٠ سرتيري لري خو دغه شميره به ډير ژر ١٥٠٠٠ ته لوړه شي .

برتانيا هيله منه ده چې هالند ، استراليا او نوى زيلند به هم په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شميره زياته کړي .

په دې وروستيو کې هالند د افغانستان د ارزگان په ولايت کې د سرتيرو د ځاى پر ځاى کولو پر غوښتنې دوه زړى ښکاره شوى دى .

ارزگان هم يو له هغو ولايتونو دى چې د طالب اورپکو له امله پکې تاوتريخوالى ډير دى .

د برتانيا د دفاع وزير د خپل پارلمان اندېښمنو غړو ته ښکاره وويل چې که ان هالند سرتيري وهم نه ليږي بيا به هم ارزگان ته نړيوال سوله ساتي سرتيري وموندل شي .

خبريالان وايي د افغانستان په ځينو سويلي ولايتونو کې په دې وروستيو کې د طالب اورپکو او القاعدې له خوا د بريدونو د زياتيدو يو دليل ښايي همدا وي چې د ايساف په چوکاټ کې د ناټو د سرتيرو د غځولو چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت