BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:38 گرينويچ 2005 ,13 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
استر ليا افغانستان ته خپل نور سر تيرې ليږي
News image
د استر ليا حکو مت دغه کار د بريتا نيا او امرېکا د حکو متونو د غوښتنې په ځواب کې کوي
دغه استر ليايي ځواکونه به په افغانستان کې د طالبانو او د القاعده د پا تې شونو پر ضد په جدي عملياتو کې گډون کوي د استرليا د ځانگړي ځواک دغه سر تېر ي به د افغانستان په ليرو پرتو سرحدي سيمو کې د افراطيانو د لټون عمليات تر سره کوي

د استر ليا لو مړى وزير جان هورد ويلي د دوي د ځانگړي ځواک دغه عسکر به په خپله يو کلنه موده کې افغانانو سره د سولې او ثبات په ټينگولو کې د ياودنې وړ مرسته وکړي.

همدا راز لو مړي وزير هورد ويلي چې که اړتيا يي پيښه شي نو دوى به د نورو تازه دمه سر تيرو په ليږلو هم غور وکړي. په افغانستان کې داسې ويره شته چې ښايي د حکو مت وسله وال مخالفين د پارلماني ټا کنو په مهال چې د سپتمبر په مياشت کې تر سره کيږي د ټاکنو د گډوډولو هڅه وکړي .

په ٢٠٠١ لو مړي کال کې له ١٥٠٠ تنو څخه زياتو استر ليايي عسکرو د امريکا په مشرۍ ايتلاف کې د طالبانو د ريژيم د نسکورلو په عملياتو کې برخه درلوده .
خو په ٢٠٠٢ کال کې استر ليا پرته له خپلو پوځي انجينرانو څخه نور خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وويستل.

د استرليا حکو مت اوس افغانستان ته د خپلو ځانگړو ځواکونو د استولو لپاره د عمده مخا لف گار گر گوند ملاتړ له ځان سره لري

کار گوند له لومړي سره ټينگار کاوه چې بايد د استر ليا حکو مت له افغانستان څخه خپل پوځيان ونه باسي. د استر ليا کار گر گوند افغانستان ته د تره گرو د ځالې په ستر گه گورې وايي په دغه هيواد کې تره گر خپل ماليي لگښت د مخدره موادو له توليد او قاچاق نه تر لاسه کوي او په نړۍ کې پرې خپل تره گريز فعاليتونه جاري ساتي.

استرليا نسبتا يو وړکى وسله وال ځواک لري . خو اوس په ختيز تيمور او د سليمان په جزيرو کې د سوله ساتو ماموريتونو په بشپړيدو سره استر ليا ته دا چانس برابر شوي چې خپل يو شمير عسکر افغانستان ته وليږي .

استرليا د تره گرې خلاف جگړه کې د امريکا سر پريکړي متحد دى او اوس مهال په عراق کې د ايتلافي ځواکونو په ډله کې دوي هم کم او زيات ١٤٠٠تنه سر تېري لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت