|
سويډن افغانستان ته نور سرتيري ليږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويډن پارلمان د خپل حکومت هغه پلان ومانۀ چې غواړي افغانستان ته نور سوله ساتي سرتيري وليږي . په سټاکهولم کې د چارشنبه په ورځ ( ٩ ليندۍ ٣٠ نومبر ) پارلمان ومنله چې د افغانستان د بلخ ولايت ته د راتلونکو دوو کلونو په موده کې د خپلو سرتيرو شميره له ١٠٠ کسانو ٣٧٥ ته وخېژوي . تمه ده چې سويډن به د بلخ په ولايت کې د ولايتي بيا رغاونې د ډلې مشري له برتانيا ترلاسه کړي . په بلخ ولايت کې تيره اوونۍ د سويډن يو سرتيرى په يوۀ بريد کې وژل شوى و او درې تنه نور يې ټپيان شوي وو . دا په افغانستان کې د سويډن سرتيرو ته اوښتى لومړنى ځانى تاوان وو . د رايټرز خبري اژانس وايي د سويډن د بهرنيو چارو او د دفاع د وزارت يوې گډې کمېټې په خپارۀ کړي بيان کې وويل (( دوى په بلخ کې د شوې پېښې له امله ډير خواشيني دي خو دغه ډول بريد به سويډن د افغانستان له ولس سره له همکارۍ راونه گرځوي . )) په يوۀ بل خبر کې ويل شوي چې متحد ايالات پر هالنډ ټينگار کوي چې افغانستان ته د ناټو په مشرۍ کې نور سرتيري وليږي . په يوۀ خبر کې راغلي چې د متحدو ايالاتو ځينې لوړ پوړي چارواکي هالنډ ته رسيدلي چې پر دغې موضوع خبرې وکړي . هالنډ واردمخه په افغانستان کې نژدې ٦٠٠ سرتيري لري . د هالنډ د بهرنيو چارو د وزارت د يوۀ وياند له خولې رايټرز خبري اژانس ليکي چې پر دغې غوښتنه به د هالنډ کابينه غور کوي . په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو په مشرۍ کې نژدې ٩٠٠٠ سرتيري شته چې په کابل او د هيواد په شمال او لويديځ کې د امنيت په چارو کې مرستندويه ونډه لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||