|
کانادا : د افغانستان سويل لويديځ ته به نوي سرتيري ليږو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کانادايي وزير يادونه وکړه چې دغه سرتيري به د امنيت تر څنگ د بيا رغاونې په چارو کې هم مرسته کوي . د کندهار ولايت د بيا رغاونې د ډلې لپاره اوس هم د کانادا سرتيري په فعاليت بوخت دي . ښاغلي گراهم هوډ وښوود چې د نويو سرتيرو په ورتگ به د امنيت او بيا رغاونې چارې د دغې سيمې ليري پرتو ساحو ته هم ورسيږي . په کندهار کې د يوۀ خبري کانفرانس په ترڅ کې د کانادا د دفاع وزير دز خپلو سرتيرو له هغو دندو خوښي وښووله چې په افغانستان کې يې ترسره کوي . کندهار ته تر راتگ وړاندې کانادايي وزير په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره هم وليدل . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||