BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:34 گرينويچ 2005 ,10 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه امريکايي چورلکه په کونړ کې ولوېده

us chinook in afghnistan
امريکايي چينوک الوتکه
د امريکا يوه څرخي الوتکه د افغانستان د ختيځ په کونړ ولايت کې بيړه نۍ ناستې ته اړ شوه چې په نتيجه کې يې اور واخيست او له منځه ولاړه.

د امرېکې په مشرۍ په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو ويانده مېرمن کاترين رېډون وايي دغه پېښه هغه مهال رامېنځته شوه چى دغې شيونک چورلکې د هېواد په کونړکې د ايتلافي ځواکونو د يرغليزو عملياتو په ترڅ کې سيمې ته سرتېري لېږدول .

دهغې په وېنا په يو ه انجن کې د تخنېکې ستونزې په رامنځ ته کېدو چورلکه بې تولې شوه او بيړ نۍ ناسته يې وکړه . خو وايي په کلکه پر ځمکې په لگېدو سره يې اور واخيسته او په بشپړه توگه ويجاړه شوه .

خو د ايتلافي ځواکونو ويانده زياتوي چى د چورلکې د عملې په گډون په هغې کې سپاره ټول کسان له زيان پرته روغ راووتل.

دا په ورستۍ يوه مياشت کې د امريکايي ځواکونو د شينو ک څلورمه چورلکه ده چى د بېلابېلو لاملونو له کبله په افغانستان کې غور ځېږي.

خو په تېر جون کې همدلته د کونړ په ولايت کې د امريکې ېوه بله شينوک چورلکه د مخالفو اورپکو په ډزو نسکور ه شوه چى په کې سپاره ټول شپاړلس امريکايي پو ځېان ووژل شول .

دغه راز څه موده مخکې د زابل ولايت د دايچو پان په ولسوالۍ کې دېوې بلې شينوک چورلکې د غورځېدو په پېښې کې پنځه امريکايي پو ځيان ووژل شول چى تراوسه يې د غورځېدلو لامل څرگند شوى ندى.

شينوک ټرانسپورتي لويې چورلکې دي چى زېاتره د افغانستان په لېرې پرتو غرنيو سيمو کې د القاعدې د شبکې او طالب پاتي شونو د ځپلو په عملياتو کې ايتلافي ځواکونو ته سرتيري او نور اړېن وسايل لېږدوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت