BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:07 گرينويچ 2005 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو سويل ته غځېدۀ غواړي
nato ceremony
دناټومراسم
د ناټو مشر ياپ دې هوپ شېفرواېي چى د افغانستان سوېل ته د ناتو د مامورېت د غځولو لپاره به د خپلو ځواکونو شمېر زېات کړې .

نوموړي ، د افغان ولسمشر حامد کرزې سره د ناټود غړو هېوادونو د استازوتر خبرو وروسته ، د کابل د ارگ په ماڼې کې په ېو ه خبري کنفرانس کې ووېل چې اوس به د ناتو او دامرېکې په مشرې د ائتلافې ځواکونو د دندو پر هم غاړې کولو بحث کېږې .

د کابل په گډون د ناټو شاوخوا نژدې لس زره ځواکونه اوس د هېواد په شمال او لوېدېځ کې ېر امنېتي دندو بوخت دي ،خو د ناټو چارواکي واېي د ناټو هغه دوه زره پوځېان چې د پارلماني ټاکنو د امنېت د خوندي کولو لپاره افغانستان ته راغلي وو ، به خپلو هېوادونو ته لاړشي.

ددغه تړون مشر ياپ دې هوپ شېفروويل د افغانستان سوېل ته ، د ناټو ځواکونه به ، د ولاېتي بېارغوونې ېا پي آر ټي په بڼه وغځول شي .په ټوله کى به ېې په افغانستان کى د ځواکونو شمېر له نهو نه پنځلسو زرو ته پورته شي .

دارنگه ده داهم ووېل چى تراوسه په دې اړه پرېکړه نده شوې چې د ناټو او ائتلافي ځواکونه دې تر ېوې قوماندې راوستل شي .

البته په پاى کې به د ناټو او ائتلاف ځواکونو دندې سره گډې شي چې ناټو به ېې لارښوونه وکړي .خو اوس دې پړاو ته نه ېو رسېدلي . موږ اوس د اېساف او د امرېکې په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو دوه جلا مامورېتونه لرو . خو سوېل ته د ناټو د ځواکونو ځاى په ځاى کولو سره باېد ، له ائتلافي ځواکونو سره خپلي پو ځي همکارې زېاتې کړو . د ېوې مهمې مسالي په توگه موږ پر دې بحث کوو چې د ېوې گډې قوماندې جوړښت رامېنځته شي چې په سېمه کى ددغو ځواکونو د عملېاتو د ترسره کېدو پر وخت دگډوډيو مخه ونېول شي .

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ، دناټو د تړون د مشر او د ناټو د غړو هېوادونو له استازو سره خپلې خبرې ډېرې گټورې وبللې او په هېواد کې د امنېت په خوندي کېدو او په بېارغوونه کې ېې د ناټو د غړو هېوادونو پراخې ونډې ته په اشاره ووېل چې دولت غواړي چې ،د امرېکې او برتانېې د هېوادونو په څېرله ناټو سره هم د استراتېژېکو ملگرتېا ېو تړون لاسلېک کړي .

موږ د تره گرۍ په وړاندې د پوځي مبارزې پاېښت او د بېارغوونې په گډون ،په افغانستان کې د ناټو د کړنو پر ټولو اړخونو خبرې وکړې . همدارنگه مو د ناټو سره ددوامدارو اواستراتېژيکو اړېکو په اړه چې مخکې مو دناټو د تړون مشر ته په دې اړه ېو لېک هم استولې وو ، بحث او خبرې وکړې .

ښاغلي کرزي هېله څر گنده کړه چې د تره گرۍ په وړاندې د عملېاتو د هم غاړې کېدو او په هېواد کې د امنېت د خوندي کولو لپاره د ناټو او ائتلافي ځواکونه تر ېوې قوماند ې لاندې راوستل شي .

خو دا پداسې حال کې ده چې د فرانسې ، جرمني او هسپانېې په څېر د ناټو ېو شمېر هېوادونه ، له دې سره مخالفت لري چىد ناټو ځواکونه چې دامهال ېوازې د امنېت د خوندي کولو دنده ترسره کوي ، د تره گرۍ په وړاندې د مبارزې په عملېاتو کې هم ورگډ شي . خوله دې سره سره ، د ناټو د تړون مشر ښاغلى شېفر واېې چې د افغانستان په سوېل کې د ناټو د ځواکونو له ځاى په ځاى کېدو سره ، د ناټو ټول غړي هېوادونه سره هم غږي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت